لوبی

افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام لسم پړاو ته له پچې اچونې وروسته په C ګروپ کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره مل شوه.

دغه پېښه تېره ورځ ( یکشنبه د غبرګولي شپږمه ) په ازبکستان کې رامنځته شوه او د ټولو لوبډلو لوبغاړي له ۶ ګروپونو برخمن شول.

د دې ډلبندۍ له مخې؛ افغانستان په C ګروپ کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره مخ کیږي.

فوټسال نړیوال جام سیالۍ د روان میلادي کال د سپټمبر  پر څوارلسمه  د ازبکستان پر کوربتوب پیلیږي، چې د اکټوبر تر شپږمې به روانې وي.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار موندلې ده.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر پېنځلسمه له انګولا سره کوي.

Trending

Exit mobile version