لوبی

افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه

Published

on

د ۲۰۲۴ نړيوال ۲۰ اوریز جام سترې سيالۍ د روان کال د غبرګولي پر دیارلسمه / د جون پر دوه‌یمه په امريکا او ويسټ انډيز کې پيليږي او د افغان ۱۵ کسیزې لوبډلې اړوند لوبغاړي به د یادې میاشتې پر څوارلسمه د یوګانډا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ودانګي.

د دغه نړيوال جام لپاره لوبډلې پر ۴ ګروپونو وېشل شوې او هر ګروپ پېنځه پېنځه لوبډلې دي.

افغانستان له نيوزيلینډ، ویسټ انډيز، يوګانډا، پاپوا نيو ګيني سره په سي ګروپ کې دی او بل پړاو ته د تلو لپاره به له دغو هېوادونو سره لوبه کوي.

د دې لوبو لومړۍ لوبه به د کاناډا او امریکا تر منځ وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ په دغو سیالیو کې به راشد خان د لوبډلې لوبډلمشري کوي.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال پر پرتله په خپله لوبډله کې یو څو نور لوبغاړي ورزیات کړي، چې کریم جنت، محمد اسحاق او نور احمد او نور ټول په لوبډله کې خوندي دي.

حشمت الله شهیدي، چې تېر کال یې د افغانستان مشري کړې؛ په دې نولړ کې ندی راغلی.

ځوان ننګیال خروټي، چې د افغانستان لپاره یې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایرلینډ پروړاندې نړیواله لوبه وکړه؛ په لوبډله کې شته. دغه ۲۰ کلن لوبغاړي د هغه لوبلړ په درې لوبو کې پېنځه ویکټې ترلاسه کړې وې.

یو بل ځوان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی لړبغاړی محمد اسحاق دی، چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کال د ۱۹ کلنو کرکټ په نړیوال جام کې لوبېدلی د افغانستان د لوبډلې برخمن دی.

راشد به د مجیب الرحمن، نور احمد، ننګیال خروټي او تجربه کار محمد نبي پر ملاتړ د سپېنې څانګې مشري هم ولري.

نوین الحق، فرید احمد او فضل الحق فاروق خپل ځایونه ساتلي او د افغانستان د چټکې توپ‌اچونې جوړښت یې خوندي کړی دی.

افغان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، نجیب الله ځدراڼ، محمد اسحاق، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان، ننګیال خروټي، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضل‌حق فاروقي، فرید احمد ملک.

احتیاطي: صدیق اتل، حضرت الله ځاځی، سلیم ساپی

Trending

Exit mobile version