لوبی
افغانستان د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته د رسېدو وړتیا لري – سټوارټ لا
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي سټوارټ لا ویلي؛ دا لوبډله د دې وړتیا لري، چې د ویسټ انډیز او امریکا پر کوربتوب په پیلېدونکي شل اوریزو نړیوال جام کې دوهیم پړاو ته ورسیږي.
سټوارټ لا، چې اوس د متحده ایالاتو د لوبډلې مشر روزونکی دی؛ الجزیرې ته ویلي: زه د دوی د کرکټ لوبې پر څرنګوالي مین یم. د دوی د لوبې په ترسره کېدا کې هیڅ وېره نشته.
هغه زیاته کړې: دوی تل تېري کوونکي دي، تل برید کوي. ما ډیر دفاعي لوبغاړي ندي لیدلي او داسې نهښکاري، چې ډېري دفاعي لوبغاړي لومړۍ لوبډلې ته ورننوځي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان لوبغاړي طبيعي استعداد لري او پياوړي او ځواکمن دي.
دی وایي: دوی ځینې وختونه له ځانګړیو شرایطو څخه د تېرېدو لپاره هوښیارۍ ته اړتیا لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی په دې باور دی، چې دغه لوبډله د پرمختګ لپاره نورو توپوهونکیو ته اړتیا لري.
لا څرګنده کړې؛ د ځینو ځوانو لوبغاړو له راتګ سره د دوی توپوهنه ښه شوې ده.
ټاکل شوې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د غبرګولي دیارلسمه / د جون دوهیمه د افغانستان پر وخت د سهار پر ۵ بجو د امریکا او کاناډا تر منځ پیل شي.
افغانستان به لومړۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ له یوګانډا سره کوي.