لوبی

افغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درې‌اړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

با وجود تلاش توپ‌اندازان زیمبابوی برای متوقف ساختن روند امتیازگیری افغانستان در آورهای میانی و حذف صدیق‌الله اتل با شش دوش، هدف تعیین‌شده برای افغانستان قابل دسترس باقی ماند.

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ‌اچونې او توپ‌وهنې په برخو کې پر ځلېدلې لوبې د درې‌اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې زیمبابوې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله. دا بریا د ۲۰۲۷ز.کال د کرکټ نړیوال جام او راتلونکو سیالیو ته د افغانستان د چمتووالي لپاره اړین ګام ګڼل کېږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان، زیمبابوې او بنګله‌دېش ترمنځ د ترسره شویو درې‌اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې زیمبابوې ته پر پرېکنده ماتې ورکولو د اتلولۍ جام پورته کړ.

د زیمبابوې لوبډلمشر سیکندر رضا لومړی د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه؛ خو د افغانستان توپ‌اچوونکو له پیله پر سیالې لوبډلې فشار راوړ. زیمبابوې په لومړیو اووه آورونو کې پر ۲۶ منډو درې ویکټې له لاسه ورکړې.

فضل‌الحق فاروقي او عظمت‌الله عمرزي د لومړنیو ویکټو پر اخیستو د افغانستان د برلاسۍ زمینه برابره کړه. وروسته بلال سامي د زیمبابوې تجربه‌کار توپ‌وهونکی برینډن ټېلر، چې یوازې یې نهه منډې کړې وې؛ وسوځاوه.

سیکندر رضا د ۶۸ او رایان برل د ۳۱ منډو پر جوړولو، د ۶۰ منډو ملګرتیا وکړه او هڅه یې وکړه، چې خپله لوبډله له لومړني کړکېچه وباسي؛ خو په اووه‌ویشتم آور کې د برل له سوځېدا وروسته یو ځل بیا د زیمبابوې د ویکټو د لوېدو لړۍ پیل شوه.

محمد نبي او راشد خان پر اغېزمنې توپ‌اچونې د زیمبابوې د توپ‌وهنې وروستۍ برخه هم له ستونزو سره مخ کړه او دغه لوبډله په پای کې د ۱۶۹ منډو پر جوړولو وسوځېده.

راشد خان د ۴۱ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې او د افغانستان تر ټولو بریالی توپ‌اچوونکی و. بلال سامي د ۲۷ منډو په بدل کې دوه ویکټې واخیستې او فضل‌الحق فاروقي او محمد نبي هم هر یوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د بریا ستوری

د افغانستان په توپ‌وهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو په جوړولو کې مهم رول ولوباوه.

رحمان‌الله ګربز هم ۳۰ منډې جوړې کړې او د افغانستان د منډو جوړولو لپاره یې ښه پیل برابر کړ. د افغانستان لوبډلې په لسم آور کې خپلې منډې ۶۸ ته ورسولې.

که څه هم د زیمبابوې توپ‌اچوونکو هڅه وکړه، چې په منځنیو آورونو کې د افغانستان د منډو جوړولو مخه ونیسي او صدیق‌الله اتل یې په شپږ منډو وسوځاوه؛ خو ټاکل شوی هدف د افغانستان لپاره د لاسرسي وړ پاتې شو.

د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه ۴۳ منډې جوړې کړې او له ځدراڼ سره یې اغېزناکه ملګرتیا وکړه او د بریا لاره یې اواره کړه. که څه هم رحمت شاه د ویسلي مادهویري له‌خوا وسوځول شو؛ خو افغانستان په پېنځه‌دېرشم آور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او اتلولي یې خپله کړه.

افغانستان له لومړۍ ماتې وروسته پیاوړی بېرته راوګرځېد

افغانستان په داسې حال کې د درې‌اړخیزو سیالیو اتلولي وګټله، چې زیمبابوې سیالۍ له بنګله‌دېش څخه د ۹۹ منډو پر توپیر بریالۍ پیل کړې وه. په هغه لوبه کې کریګ ارواین ۹۳ او برینډن ټېلر ۸۱ منډې جوړې کړې وې.

افغانستان له هغې وروسته زیمبابوې ته د ۱۵۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او بیا یې بنګله‌دېش ته د اووه ویکټو پر توپیر په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.

راشد خان په دغو دواړو بریاوو کې مهم رول درلود او په ټولیز ډول یې اته ویکټې واخیستې. دغو سیالیو ځوانو لوبغاړو؛ بلال سامي او الله‌محمد غضنفر ته هم د ځلېدا ښه فرصت برابر کړ.

افغانستان او زیمبابوې یو ځل بیا په شارجه کې مخامخ کېږي

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان او زیمبابوې به په راتلونکو سیالیو کې د درې نړیوالو شل آوریزو لوبو لړۍ او ورپسې دوه ټسټ لوبې ترسره کړي. ټاکل شوې، چې ټولې دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شي.

د شل آوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه، دوه‌یمه د اوکټوبر پر نهه‌ویشتمه او درېیمه د نومبر پر لومړۍ ترسره کېږي.

دغه راز لومړۍ ټسټ لوبه به د نومبر له پېنځمې څخه تر نهمې او دوه‌یمه به د نومبر له دیارلسمې څخه تر اوولسمې ترسره شي.

دغه سیالۍ به دواړو لوبډلو ته یو بل فرصت برابر کړي، چې د خپلو لوبغاړو وړتیاوې وارزوي او د ۲۰۲۷ز.کال د کرکټ نړیوال جام پر ګډون راتلونکو مهمو سیالیو ته ښه چمتووالی ونیسي.

Trending

Exit mobile version