لوبی

افغانستان سبا په درې اړخیز کرکټ کې له پاکستان سره لوبیږي

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي؛ دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو پر کوربتوب د کابل پر وخت سبا سهار ۱۰ بجې  پيليږي، چې په کې به پر افغانستان او پاکستان سربېره د اماراتو لوبډله هم ولوبیږي.

Published

on

د افغانستان د ۱۹‌کلنو ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې سبا جمعه( د لړم پطنځه‌ویشتمه / د نومبر پېنځلسمه ) د پاکستان له ۱۹‌‌‌کلنې لوبډلې سره لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي؛ دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو پر کوربتوب د کابل پر وخت سبا سهار ۱۰ بجې  پيليږي، چې په کې به پر افغانستان او پاکستان سربېره د اماراتو لوبډله هم ولوبیږي.

په دې درې اړخیزو لوبو کې به هره لوبډله دوه – دوه سیالۍ کوي او دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر پر ۲۶شپږویشتمه پایلوبې ته ځي.

ویل کیږي، چې له دې سیاليو وروسته به د نومبر پر نهه‌ویشتمه په عربي متحده اماراتو کې افغان ۱۹‌‌‌کلن ځوانان د آسیا کپ سیالیو برخوال هم وي.

Trending

Exit mobile version