تازه خبرونه
افغانستان سولې ته د رسیدو لپاره لنډ مهالي حکومت ته اړتیا نلري – سرور دانش
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د اساسي قانون، د وګړیو حقونو او تلپاتې سولې تر سرلیک لاندې ناستې ته څرګنده کړې، چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې سولې ته د رسیدو لپاره لنډ مهالي حکومت ته اړتیا نلري.
اساسي قانون، د وګړو حقونو او تلپاتې سولې تر سرلیک لاندې جوړې شوې ناستې ته د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د جمهوریت دوام او د اساسي قانون خونديتوب دوه اصله دي؛ په افغانستان کې نه نظام پاشل شوی او نه نوی اساسي قانون جوړیږي، چې افغانان لنډ مهالي حکومت ته اړتیا پیدا کړي.
ده زیاته کړې، چې د جمهوریت تر چتر لاندې اوسیدونکيو کسانو ته نده په کار، چې د لنډ مهالي حکومت غږ پورته کړي.
سرور دانش ويلي، که د سولې په هوکړه کې پټې معاملې وشي؛ په هېواد کې به د جګړې لمن نوره هم پراخه کړي.
هغه په دې اړه زیاته کړې؛ که د سولې په بهیر کې عموړمي رایې او د وګړیو حقونه په پام کې ونه نیول شي او ولسواکه نظام حاکم نشي؛ تلپاتې سوله رامنځته نشي.
د پخلاینې عالي شورا لومړي مرستیال ويلي، چې افغانستان د سولې پر لوري روان دی او د اساسي قانون تعدیل ته اړتیا ده. اوسنی جمهوریت نشي کولی د خلکو ګټې خوندي کړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وایي: مونږ داسې جمهوریت بڼه ولسي نه بولو، چې سیاسي ګډون په کې د پاڼې پر مخ وي.
د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي، چې د سولې لپاره نرمښت په کار دی او هیڅ خوا پر زور نشي کولی افغانستان ته سوله راولي.
ویل کیږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې د لنډ مهالي حکومت موضوع رایاده کړې، چې حکومت یې مخالفت کړی؛ خو یو شمېر سیاسي ګوندونو دې وړاندیز ته شین څراغ ښکاره کړی دی.