تازه خبرونه
افغانستان سږ کال د تېر کال پر پرتله ۱۰ سلنه ډېر غنم تولید کړل
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د اټکل پر بنسټ په یاد کال کې د غنمو تر کښت لاندې ټوله ساحه ۲ اعشاریه ۱۲ میلیون هکټاره ده، چې ۱ اعشتریه ۳۸ میلیون هکټاره اوبیزه او ۷۳۶ زره نوره يې للمي ده. د دغو څرګندونو له مخې؛ د غنمو تر کښت لاندې ځمکه په روان کال کې شاوخوا ۷۰ سلنه د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه رانغاړي.
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ دې ادارې له ریموټ سنسینګ ټکنالوژۍ څخه پر ګټنه او د سپوږمکیزو انځورونو د شننې پر بنسټ د ټول هېواد پر کچه په ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال کې د غنمو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې، چې له مخې یې شاوخوا ۴ اعشاریه ۸۳ میلیون مټریک ټنه غنم تولید او د تېرکال پر پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د اټکل پر بنسټ په یاد کال کې د غنمو تر کښت لاندې ټوله ساحه ۲ اعشاریه ۱۲ میلیون هکټاره ده، چې ۱ اعشتریه ۳۸ میلیون هکټاره اوبیزه او ۷۳۶ زره نوره يې للمي ده. د دغو څرګندونو له مخې؛ د غنمو تر کښت لاندې ځمکه په روان کال کې شاوخوا ۷۰ سلنه د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه رانغاړي.
د دغو معلوماتو له مخې؛ په روان کال کې د تېر کال پر پرتله په ۲ اعشاریه ۸ سلنه تر کښت لاندې اوبیزو او ۲ اعشاریه ۸ سلنه تر کښت لاندې للمي ځمکو کې زیاتوالی راغلی، چې ستر لامل یې د کوکنارو پرځای د غنمو کښت او پر وخت د موسمي بارانونو زیاتوالی دی.
دې ادارې ویلي، چې تر ټولو زیات پر اوبیزو ځمکو د غنمو کښت په هلمند، کندهار، فراه او کندوز او ترټولو زیات للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي دي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د نفوسو اټکل ته پر پاملرنه په ټول هېواد کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۸۲ میلیون مټریک ټنو غنمو ته اړتیا ده، چې په ۱۴۰۳ ل. ل کال کې د غنمو تولید شاوخوا ۲ میلیون مټریک ټنه کموالی ښيي.
د یادولو ده، چې د احصائې او معلوماتو ملي اداره د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې سپوږمکیز انځورونه د کښت له وخت تر محصول پورې تحلیل او تجزیه او ارقام یې وړاندې کوي.
