تازه خبرونه

افغانستان سږ کال هم د نړۍ تر ټولو خفه هېواد وپېژندل شو

Published

on

د نړۍ د نفوسو د خوښ هېوادونو د سروې د وروستي راپور له مخې؛ افغانستان د پرله پسې دوه یم کال لپاره د نړۍ تر ټولو خفه هېواد پېژندل شوی دی.

دغه راپور، چې د نړۍ د نفوسو د سروې په اوبپاڼه کې خپور شوی؛ په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې تر ټولو خوښ او خفه هېوادونه ښودل شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ فنلنډ، ډنمارک، سویس، آیسلنډ، هالنډ، ناروې او سویډن اوسمهال د نړۍ خوښ هېوادونو په سر کې پېژندل شوي دي.

افغانستان، زمبابوی، روانډا، بوټسوانا او لیسوټو هم د نوملړ په پای کې راغلي دي.

په دې سروې کې ۱۴۶ هېوادونه خوښ او خفه حساب شوي دي، چې افغانستان یې د نوملړ په پای کې دی.

دا ارزونه په داسې حال کې کېږي، چې افغان وګړي له لسیزو راپدیخوا له جګړې، فساد، بېوزلۍ او لوږې سره مخ پاتې دي.

Trending

Exit mobile version