لوبی
افغانستان عربي متحده اماراتو ته د ۷۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې عربي متحده اماراتو ته د شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ۷۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې د جمعې پر ورځ ( د مرغومي ۸ ) په شارجه کې ترسره شوه؛ کوربه لوبډلې پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه او افغانستان د درې لوبغاړیو پر سوځېدو ۲۰۳ منډې جوړې کړې.
په دغه ډول سياليو کې د لومړي ځل لپاره رحمان الله ګربز سل منډې وکړې او لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ ۵۹ منډې جوړې کړې.
د اماراتو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې او ورکړ شوي هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.
فضل الحق فاروقي دوه او نوین الحق او نور احمد یوه – یوه ویکټه واخیسته.
د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ به راتلونکې لوبه د یکشنبې پر ورځ ترسره شي.