سوداگري
افغانستان قزاقستان ته بیسکویت صادر کړل
نن دوشنبه د حيرتان بندر له لارې د افغانستان د بیسکویت لومړۍ جوپه، چې د بلخ ولایت د یوې خصوصي فابریکې تولید دی؛ قزاقستان هېواد ته صادر شول.
د الله شکور قناعت بخش تولیدي شرکت مشر الله شکور قناعت بخش ویلي: د دوی په لومړۍ صادراتي ټولګه کې څلور بڼې بسکیتونه د فزاقتستان هېواد ته صادر شوي دي.
هغه ويلي، چې دوى هڅه کوي، چې خپل توليدات نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.
د الله شکور شرکت د بسکیتو د تولید فابریکه، چې د مزارشریف ښار په صنعتي پارکونو کې موقعیت لري؛ هره ورځ د لسګونه ټنه بسکیتو د تولید له وړتیا برخمنه ده.
د دغې توليدي فابريکې د مسوولينو د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال په دوه وختونو کې شپږ سوه کارکوونکي کار کوي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي، چې هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات د واګې بندر له لارې دوام لري او په تېر کال کې افغانستان له دې بندره څه باندې څوارلس میلیارد افغانیو توکي صادرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي: له هند سره زمونږ سوداګري د واګې بندر له لارې په عادي توګه روانه ده. تېر کال مو له ۱۴ میلیارد افغانیو ډېر صادرات لرل، چې ټول وزن یې ۳۰ زره ټنو ته رسېدلی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې د هوا له لارې د توکو صادرات د افغانستان پر اقتصاد ډېر اغېز لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې وروستیو کې د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز تړون هم لاسلیک شوی او له دې وروسته به د افغانستان سوداګریز توکي د هوا له لارې هند ته صادرېږي.
