سیمه ییز خبرونه
افغانستان كې زرگونه كورنۍ د ژمي په ساړه موسم كې له ستونزو ډك ژوند لري
د هوا پېژندنې ادارې وړاندوېنه كوي، چې د روانې اوونۍ تر سې شنبې ورځې پورې به پرلپسې د افغانستان اسمان ورېځ او اورښت به دوام وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې زرگونه كورنۍ د ژمي په دې ساړه موسم كې له ستونزو ډك ژوند كوي.
دوه ورځې كېږي، چې په كابل كې پرلپسې باران او واوره ورېږي.
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وړاندوېنه كوي، چې تر سې شنبې ورځې پورې به د افغانستان اسمان ورېځ وي او په ختيځو، شمالي او سويل ختيځو سيمو كې د درنې واورې د ورېدو امكان ډېر دى.
په دغه ډول واورينو شپو كې زياتره هغه كسان له ستونزو او كړاوونو سره مخ كېږي، چې سر سيورى نلري، په پنډغالو او خيمو كې اوسېږي.
د سړكونو حالت هم د پرلپسې ورښت له كبله د پام وړ خراب شوى، په ځينو سيمو كې او به پر سړكونو روانې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې څه موده مخكې په افغانستان كې د سړو له كبله له لسو د زياتو ماشومانو د مړينې رپوټونه هم خپاره شول.