سیمه ییز خبرونه
افغانستان كې له زندانيانو سره ناوړه چلند كېږي
ملگري ملتونه د افغانستان په زندانونو كې له زندانيانو سره د ناوړه چلند او شكنجې خبر وركوي. د ملگرو ملتونو په تازه رپوټ كې ويل شوي، چې د پوليسو په زندانونو كې له زندانيانو سره د ناوړه چلند پېښې له پنځه ديرشو څخه دري څلوېښت فيصدو ته لوړې شوې دي.
په داسې حال كې، چې افغان حكومت له نړيوالو ځواكونو څخه د ټولو زندانونو د امنيت پر اخيستو ټينگار كوي، ملگري ملتونه د افغانستان د ملي امنيت او پوليسو په زندانونو كې له بنديانو سره پر ناوړه چلند اندېښنه څرگندوي.
د ملگرو ملتونو په رپوټ كې راغلي، چې د افغانستان په زندانونو كې له بنديانو سره څوارلس ډوله ناوړه چلند كيږي چې، په ځينو مواردو كې زندانيان له وهل كېدو سربېره، پر مرگ گواښل شوي او جنسي تېرى ور باندې شوې دى.
ملگرو ملتونو په دغه رپوټ كې له شپږ سوه پنځه دېرش زندانيانو سره خبرې كړي، چې نيمايي يې د وسره شوي ناوړه چلند څخه سرټكولى دى.
د رپوټ له مخې په تېر كال كې د پوليسو په زندانونو كې د ناوړه چلند فيصدي له پنځه دېرشو څخه دري څلوېښتو ته لوړه شوې ده، خو زياتوي چې د ملي امنيت په اړوندو زندانونو كې بيا د ناوړه چلند فيصدي دوولس را كمه شوې ده.
د دغه رپوټ له خپرېدو سره په يوه وخت آيساف افغان لوري ته د زندانيانو لېږد درولى دى.
په كابل كې د آيساف وياند گونتر كتس وايي:
آيساف له بشري حقونو د سرغړونې د پېښو په اړوند جدي دريځ لري. مونږ ټولو نړيوالو قوانينو او كنوانسيونونو ته احترام لرو. د يوناما معلومات مونږ ته د تائيد وړ دي او مونږ يې پر بنسټ هغو زندانونو ته د افغان زندانيانو لېږد درولى، چې په رپوټ كې يې يادونه شوې ده.
په كابل كې د اروپايي ټولنې لخوا په خپره شوې اعلاميه كې د افغانستان په زندانونو كې له بنديانو سره پر ناوړه چلند اندېښنه ښودلې او د افغانستان په زندانونو كې د ناوړه چلند د پاى ته رسېدو سپارښتنه يې كړې.
د اعلاميې متن: اروپايي ټولنه افغان چارواكو ته سپارښتنه كوي، چې د يوناما د رپوټ پر اساس په زندانونو كې د اصلاح په لټه كې شي او عاملان يې له قانوني چلند سره مخ شي.
د افغانستان ملي امنيت او د كورنيو چارو وزارت مرستيال عبدالرحمن رحمن وايي، چې د يوناما په د غه رپوټ كې مبالغه شوې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزي د امريكا له سفر څخه تر راستنېدو وروسته وويل، چې په څو اوونيو كې به د بگرام د زندان په گډون د ټولو زندانونو چارې افغانانو ته پرېږدي.