سوداگري
افغانستان له آذربايجان څخه په نفتي موادو او گازو كې د پانگونې غوښتنه وكړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
آذربايجان ته د افغانستان د سوداگرۍ وزير د سفر موخه دا وه، چې د افغانستان، تركمنستان، آذربايجان او گرجستان يوه گډه كاري كميټه جوړه كړي.
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وايي:
له دې هڅې موخه دا ده، چې افغانستان اروپايي بازارونو ته لاره ومومي او د دغو هېوادونو پانگوال افغانستان كې پانگونې ته راوړاندې شي.
آذربايجان له تېرو دوه كلونو راهيسې په افغانستان كې د گمركونو او ليږد راليږد په برخو كې پانگونې ته زړه ښه كړى دى. تمه كيږي، چې د سوداگرۍ او صنايع وزير به آذربايجان ته د سفر په ترڅ كې په دې بريالى شي، چې د هغه هېواد سوداگر په افغانستان كې په نفتي برخه كې پانگونې ته قانع كړي.