تازه خبرونه
افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په نړیواله کټګورۍ کې ۱۲ مقام خپل کړ
د رونتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۳ ز. کال کې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په نړیوال شاخص کې ۱۲ ځای ته راکښته شوی دی.
د دغه سازمان په راپور کې، چې سې شنبه خپور شوی راغلي؛ افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د فساد ضد نړیواله کټګورۍ کې له ۱۰۰ څخه ۲۰ نمرې تر لاسه کړې دي. تېر کال دغه هېواد ۲۴ نمرې اخیستې وې.
افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې په وروستي نړیواله درجه بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۶۲ ځای لري. په داسې حال کې، چې په تېره کټګورۍ کې افغانستان ۱۵۰م ځای درلود.
د رونتیا نړیوالې ټولنې رییس فرانسوا ولیریان ویلي: فساد به تر هغه دوام ومومي، چې قضايي سیسټم مجرمینو ته سزا ورنهکړي او حکومتونه تر کنټرول لاندې نهوي. کله، چې عدالت نهپلی کیږي یا په سیاسي توګه په کې لاسوهنه کیږي؛ نو زیان به یې خلک ویني.
اسلامي امارت وايي، نړیوالې ټولنې باید افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په توګه معرفي نهکړي؛ ځکه له اداري فساد سره مبارزه جدي شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې له فساد سره جدي مبارزه روانه ده او باید د نړۍ د فاسدو هېوادونو په نوملړ کې شامل نهشي.
له فساد سره د مبارزې په نوې درجه بندۍ کې افغانستان د سوډان، تاجکستان، لیبیا، ترکمنستان، شمالي کوریا، یمن او سوریې په څېر هېوادونو څخه لوړ ځای لري.
ډنمارک د ۹۰ نمرو له لرلو سره د نوملړ په سر کې دی. فنلینډ، نیوزیلینډ او ناروې په ترتیب سره دوهیم، درېیم او څلورم مقامونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت واک ته له رسیدو وروسته په ځلونو ویلي؛ په افغانستان کې اداري فساد صفر ته نږدې شوی دی.
