سیمه ییز خبرونه
افغانستان له اسيايي هېوادونو سره سوداگريزو او ترانزيتي همكاريو ته اړ دى
د بهرنيو چارو وزارت وايې:
افغانستان اړدى له اسيايي هېوادونو سره خپلې سوداگريزې او ترانزيتي همكارۍ زياتې كړي.
د دې وزارت د چارواكو په وينا:
د توكيو له ناستې وروسته د سوداگريز او اقتصادي حالت ښه والى د افغان حكومت له لومړيتوبونو څخه دى.
له دې سره په يوه وخت د مركزي آسيا پوهنتون د كاناډا په مالي ملاتړ او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په همكارۍ په كابل كې د مركزي آسيا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداگريزو همكاريو سمپوزيم په لار واچاوه.
د دې سمپوزيم موخه د مركزي آسيا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداگريزو او ترانزيتي همكاريو زياتوالى او د دې برخې د ښه والي لپاره افغان حكومت ته د كارپوهانو ځانگړي وړانديزونه گڼل شوې ده.
د مركزي آسيا پوهنتون رييس بوهدان كراوچينكو څرگنده كړه، چې:
په بېلابېلو برخو كې بحثونه ترسره شوي، موږغواړو خپل بحث له سوداگرۍ پيل كړو، چې د سيمې خلكو ته په پراخه توگه د سوداگرۍ زمينه برابره كړو. ډېرې آسانتياوې شته؛ خو ستونزې هم ډېرې دي او د حل لپاره يې بايد لارې وموندل شي. كه گاونډ هېوادونه افغانستان زيانمن كړي، په حقيقت كې يې خپل ځان ته زيان رسولى دى.
د كاناډا سفارت استازي شيلي ويتنگ وويل:
كاناډا نه يوازې دا، چې د افغانستان او مركزي آسيا د هېوادونو ترمنځ له اقتصادي او سوداگريزو همكاريو ملاتړ كوي، بلكې موږ له ۲۰۰۷ز. كال څخه تر اوسه د سوداگرۍ او ترانزيت په برخه كې د ستونزو د حل لپاره نږدې همكار وو.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د اقتصاد څانگې رييس وحيد ويسي وايي:
افغان حكومت د توكيو له ناستې وروسته د سوداگريزو او ترانزيتي اړيكو ښه والى په خپلو لومړيتوبونو كې نيولى.
د سوداگرۍ او صنايعو خونې عامل پلاوي رييس قربان حقجووايي:
دغه رازسمپوزيمونه كولى شي، له دولتونو سره مرسته وكړي، چې خپلې پاليسۍ جوړې كړي.
په وروستيو څوكلونو كې افغانستان يو ځل بيا وكړاى شول، چې د څو اقتصادي او سيمه ييزو سازمانونو غړيتوب ترلاسه كړي او له گاونډ هېوادونو سره دوه اړخيز او څو اړخيز تفاهم ليكونه لاسليك كړي.
ويل كيږي، چې د سيمې د ځينو هېوادونو د دوه گوني چلند له كبله دغو تفاهم ليكونوعملي بڼه نه ده غوره كړې.