تازه خبرونه

افغانستان له اماراتو سره پر لمریزې برښنا د پانګونې هوکړه لاسلیک کړه

Published

on

د افغانستان حکومت د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره د لمریزې برښنا پر تولید د پانګونې هوکړه لاسلیک کړ.

د ولسمشرۍ د چارو ادارې په ډاګه کړې، چې دا پروژه به تر ۳۰۰۰ میګاواټه برښنا تولید کړي او په ټول افغانستان کې به پلې شي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دغه هوکړه لیک د اماراتي لمریزې برښنا تولیدي شرکت د مشر محمد ظفر او د ولسمشرۍ د چارو ادارې د عمومي ریاست د پانګونې آسانتیاوو مشرعطاء الله نصیب او د برښنا شرکت د مشر احمد داود نورزي تر منځ د ولسمشر د لوی حقوقي سلاکار کبیر عیسی خېل په شتون کې لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک د متحده عربي اماراتو د پلازمېنې ابوظبۍ په افغانستان سفارت کې لاسلیک شو او د برښنا شرکت مشر د ویډیو کنفرانس له لارې وصل شو.

دوی څرګنده کړې، چې دا شرکت به د پلیتونو په چمتو کولو او نصبولو او د لمریزې برښنا پر تولید پانګونه وکړي.

له دې مخکې د کندهار سولر برښنا شبکه د ۳۹ دېرش میلیون دالرو پر ارزښت د خصوصي سکتور له بدجې او د  مالیې وزارت په سب سایدۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوېو چې ۳۰ میګاواته برښنا تولیدوي او دغه راز په بامیان کې د لمریزې برښنا شبکه پرانیستل شوې، چې زرګونه کورنیو ته برښنا رسوي.

د اوبو او برښنا وزارت ویلي، چې افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ د ۳۰۰۰۰۰ میګاواته تولیدي وړتیا لري، چې په دې کې طبیعي ګاز، حرارتي انرژي، د اوبو برښنا، لمریزه او بادي انرژي رانغاښتل شوي دي.

که څه هم په تېره لسیزه کې په دې اړه د پام وړ پرمختګ شویګ خو د افغانستان د برښنا ډېری اړتیاوې اوس هم له ګاونډ هېوادونو واردیږي.

Trending

Exit mobile version