سیمه ییز خبرونه

افغانستان له ايران سره د وارداتي برېښنا زياتونې تړون لاسليك كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان او ايران تر منځ د لاسليك شوي تړون له مخې به ايران د هرات او نيمروز ولايتونو ته راغلې برېښنا زياته او فراه ولايت ته هم وغزوي.

په دغه تړون كې راغلي، چې:

كه افغانستان په ساعت كې له دوه ميليون كيلواټ برق څخه ډېره برېښنا مصرف كړي؛ نو د يوه كيلواټ بيه به له درې امريكايي سنټو څخه څلورسنټو ته لوړه شي.

د افغانستان او ايران د انرژۍ وزارتونو ترمنځ د لاسليك شوي تړون له مخې به ايران د افغانستان، لويديځو او سويل لويديځو ولايتونو ته برېښنا وركوي.

په كابل كې دا تړون د دوشنبې په ورځ(د سلواغې۹) د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل خان د ايران د انرژۍ له وزير مجيد نامجو سره لاسليك كړ.

د تړون له مخې به هرات  ته له ايران څخه را وارده شوې برېښنا له ۹۰ ميگاواټ څخه يو سلو څلوېښتو او نيمرزو ته به له لس څخه څليريشتو ميگاواټ ته لوړه شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل وايي:

ايران ژمن دى، چې د دغه تړون له مخې به فراه ولايت ته د مزيو له غزيدو وروسته سل ميگاواټه برېښنا وركړي.

د ايران د انرژۍ وزيرمجيد نامجو وايي:

په افغانستان كې روانو ناامنيو په دغه هېواد كې د پانگونې په وړاندې ستونزې جوړې كړې دي.

افغانستان په اوس وخت كې اتيا په سلو كې پر وارداتي برېښنا تكيه كړې، چې زياته برخه يې له ازبكستان څخه تموليږي.

افغانستان له ازبكستان څخه هركيلواټ برېښنا په اووه امريكايي سنټو، له تاجكستان څخه په درې سنټو او له تركمنستان څخه په دوه امريكايي سنټو واردوي.

Trending

Exit mobile version