سیمه ییز خبرونه
افغانستان له ترهگرۍ سره مخ دى
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:
افغانستان په تېرو لس كلونو كې له ډېرو لاسته راوړنو سره سره تر اوسه هم له ترهگرۍ سره مخ دى.
د ترهگريزو فعاليتونو له منځه وړل د افغانستان او سيمې د هېوادونو يوه اړتيا ده.
ښاغلى كرزي، چې د تركمنستان د نوي كال په مراسمو كې د ترهگرۍ مخنيوى د افغانستان او سيمې د هېوادونو يوه اړتيا وبلله.
نوموړي په دې مراسمو كې افغانستان د پانگونې لپاره ښه ځاى وباله او د گاونډ او سيمې له سوداگرو يې وغوښتل، چې په دې هېواد كې پانگونه وكړي.
ولسمشر حامد كرزي د سيمې د هېوادونو له خوا د نوي كال گډه نمانځلنه د اړيكواو همكاريو د پراختيا په برخه كې اغېزمنه وبلله او وايي، چې:
دا ډول ليدنې كتنې كولى شي د گټورو كارونو په برخه كې له دوى سره ډيره مرسته وكړي.
ښاغلي كرزي د نوروز نمانځنه د سيمې د هېوادونو د خلكو يو لرغونى دود وباله او ټينگار يې وكړ، چې:
د نوروز د گډې نمانځنې له فرصتونو څخه استفاده د سيمې د خلكو د اړيكو په ټينگښت او برياليتوب كې بنسټيز رول لري.
ولسمشر زياتوي:
افغانستان د نوروزي حوزې د هېوادونو پانگونې ته مساعد ځاى دى.
حامد كرزى په ۱۳۹۲ل كال كې افغانستان او سيمې ته سوله او ثبات د افغان حكومت يو كاري لومړيتوب بولي او وايي په روان كال كې به ټول امنيتي مسووليتونه افغان ځواكونو ته سپارل كيږي.
د تركمنستان په پلازمېنه عشق آباد كې د نوي كال د نمانځلو په مراسمو كې د افغانستان، پاكستان او ايران د ولسمشرانو په گډون د منځنې آسيا پېنځلس ولسمشرانو گډون كړى و.