سیمه ییز خبرونه
افغانستان له تروريزم سره په جگړه كې تكړه ملگرو او زور ته اړتيا لري- سپنتا
د افغانستان د ملي امنيت د شورى رييس او د ولسمشر سلاكار وايي، چې:
افغانستان په ستراتيژيك سند كې له امريكا سره د امريكايي ځواكونو د زندانونو د څرنگوالي او د شپې له پلوه د افغانانو د كورونو د تلاشۍ په اړه د نظر اختلافونه لري.
د ولسمشر حامد كرزي امنيتي سلاكار وايي، چې:
بايد په افغانستان كې د بهرنيانو د زندانونو مسووليت افغانانو ته وسپارل شي او د شپې له پلوه د كورنو تلاشي بنده شي، چې ملي حاكميت را منځته شي.
د هغه په وينا:
افغانستان به هيڅكله هم له امريكا سره ستراتيژيكه اعلاميه لاسليك نكړي؛ ځكه، چې په وينا يې هيڅ ډول الزاميت نلري.
د افغانستان د ملي امنيت د شورى رييس رنگين دادفر سپنتا او د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول، مشرانو جرگې ته د وږي په ۲۲ رابلل شوي وه ، چې له امريكا سره د ستراتيژيك سند د لاسليك كېدو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
د بهرنيو چارو وزيرزلمي رسول وايي، چې:
دواړو خواوو تر اوسه د ستراتيژيك تړون د لاسليك په اړه درې ځله خبرې كړې دي.
دهغه په وينا:
د دغه سند تائيد او ياهم ردول د ملي شورى له پرېكړې سره تړاو لري.
د افغانستان د ملي امنيت د شورى رييس ډاكټر رنگين دادفر سپنتا وايي، چې:
افغانستان په دغه سند كې پرڅلور ټكو ډېر ټينگار كوي. د امنيتي ارگانونو پياوړي كول، د ولت جوړونه، اقتصادي پرمختگ او پر سوداگريز معبر د افغانستان بدولو هغه څلور ټكي دي، چې سپنتا پرې ټينگار كوي او په مقابل كې به يې امريكا ته هيڅ هم ورنكړي.
نوموړى په افغانستان كې د امريكا دايمي حضور د افغانستان له ملي حاكميت سره په ټكر كې بولي.
سپنتا وايي، چې:
افغانستان د تروريزم د ماتولو لپاره تكړه ملگرو او له زور څخه استفادې ته اړتيا لري