سوداگري

افغانستان له ترکمنستان سره د مرمر ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میردوف نن په هرات ولایت کې هغه هېواد ته د افغانستان د مرمرو د صادرولو په اړه بحث خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان پلاوي خپل ترکمن سيال ته په افغانستان کې د ۲۰۰ بېلیون ډالرو پر ارزښت د بېلا بېلو طبيعي سرچينو او نادره تيږو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

افغان پلاوي ویلي، چې د افغانستان د مرمرو صادرات به د کابل او عشق آباد تر منځ د سوداګرۍ پر پیاوړتیا او پراختیا د پام وړ اغېز ولري.

د ترکمنستان پلاوي هم په خپل هېواد کې د ودانیزو پروژو او نويو ښارونو د جوړولو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د افغانستان د مرمرو لپاره د ترکمنستان پر اړتیاوو خبرې وکړې او د افغانستان د مرمرو پېرودلو ته یېبښپړ چمتووالی په ډاګه کړ.

د یادونې ده، چې دواړو لوریو ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرو صادراتو په اړه یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

Trending

Exit mobile version