سیمه ییز خبرونه
افغانستان له خپلو شمالي گاونډ هېوادونو سره پر همكاريو ټينگار كوي
افغانستان له خپلو شمالي گاونډ هېوادړونو سره د متقابلو همكاريو په برخه كې پرتې ننگونې په يوه دوه ورځنۍ ناسته كې تر څېړنې لاندې نيولي دي.
د كابل په دې نړيواله ناسته كې د شل آسيايي هېوادونه استازي گډون لري. له ترهگري سره د مبارزې څرنگوالى، له نشه يي توكو سره مبارزه او د رڼو ټاكنو تر سره كيدل او د افغانستان د سولې د پروسې پيل د دې ناستې د بحث وړ مسايل بلل شوي دي.
د ولسمشر د ملي امنيت سلاكار رنگين دادفرسپنتا څرگنده كړې، چې له ترهگرۍ سره مبارزه نړيوالو او سيمه ييزو همكاريو ته اړتيا لري.
د افغانستان ستر درستيز شيرمحمد كريمي وايي، طالبان به په روان ژمي كې د استراحت په ځاى د افغان امنيتي ځواكونو په وړاندې وجنگيږي.
د افغانستان د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز رييس داود مراديان وايي:
افغانستان په تېرو دولس كلونو كې له خپلو شمالي گاونډ هېوادونو سره لږ په اړيكه كې و. اوس د لومړي ځل لپاره افغانستان هڅه كوي، چې له خپلو شمالي گاونډ هېوادونو سره په اړيكو او همكاريو كې خنډونه د افغانستان او مركزي آسيا تر منځ د لومړنۍ نړيوالې ناستې په ترڅ كې وڅيړي.
ښاغلى رنگين دادفرسپنتا زياتوي، تل ادعا كيږي، چې د وېره اچوونكيو له منځه وړل او په افغانستان كې د سولې ټينگښت يوازې د افغانستان په گټه نه دي، بلكې د نړۍ او د سيمې د هېوادنو گټې هم په كې نغښتي دي.
د ولسمشر د ملي امنيت سلاكار په ډاگه كوي، ترهگري به هغه مهال له منځه ولاړه شي، چې نړۍ او سيمه په گډه همكاري وكړي.
په تېرو ۱۳ كلونو كې د افغانستان متحدينو تل هڅه كړې، چې د ترهگرو ځالي له منځه يوسي، خو اوس هم ترهگري د افغانستان او سيمې په وړاندې اصلي گواښ بلل كيږي.
په افغانستان كې د تاجكستان سفيروايي، دې گواښونو د افغانستان شمالي گاونډيان او آسيايي هېوادونه اندېښمن كړي دي.
په دې نړيواله ناسته كې تاجكستان خپل ځان مسوول بولي، چې د افغانستان د ملي گټو لپاره جدي او رښتينى عمل وكړي. تاجكستان غوره بولي، چې د افغانستان نړيوالې اړيكې كلكې وي.
په افغانستان كې د قرغيزستان سفير عوض بيك عبدالرزاق اوف په دې باور دى، چې جگړه په افغانستان كې له پوځي لارې نه شي حل كيداى.
ازبكستان، تاجكستان، قرغيزستان او قزاقستان د افغانستان د سولې له بهير ملاتړ وښود او همدا راز دغو هېوادونو هيله ښكاره كړه، چې د افغانستان راتلونكى ولسمشر به د افغانستان د غوڅ اكثريت ملاتړ له ځان سره ولري.
دغو هېوادونو همدا راز له افغانستان سره د سوداگريزو او اقتصادي اړيكو پر پياوړتيا ټينگار وكړ او ويي ويل، ليوال دي، چې په افغانستان كې له نړيوالو پروژو څخه ملاتړ وكړي.