تازه خبرونه
افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره پیاوړې اړیکې غواړي- اسلامي امارت
(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۲)
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي خيرالله خيرخواه په کابل کې د پاکستان له سفير عبيد الرحمن نظاماني سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې افغانستان له خپلو ګاونډيانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ پياوړې اړيکې غواړي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او لاسي صنايعو د نندارتونونو پر جوړولو خبرې وکړې.
خيرخواه ويلي، دا ډول نندارتونونه کولى شي د فرهنګي ديپلوماسۍ د پياوړتيا لپاره هم لار اواره کړي.
خیرخواه دغه راز په اقتصادي پراختیا کې د ګرځندوی صنعت پر رول او د دواړو هېوادونو د وګړیو د تګ راتګ د فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
دغه راز نظاماني هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو فرهنګي، تاریخي او مذهبي میراثونو ته نغوته وکړه او څرګندوي، چې پاکستان د یوه باثباته او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی.