سوداگري

افغانستان له روسیې سره صادراتي او وارداتي اړیکو ته لیوالتیا ښکاره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۱)
د افغانستان اسلامي امارت غواړي له روسیې څخه د ګازو او تېلو د پېرلو تر څنګ روسیې ته نه یوازې وچه میوه صادره کړي، بلکې غواړي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو پر نللیکه هم عملي ټینګار ښکاره کړي.

د بزنس سټنډرډ د څرګندونو له مخې؛ په داسې حال کې، چې د روسیې د انرژۍ لوی شرکتونه لکه ګازپروم د لویدیځ تر بندیزونو لاندې دي، په مسکو کې د اسلامي امارت نومول شوي استازي جمال ناصر غروال له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراخولو لپاره د افغانستان پر هوډ ټینګار کړی دی.

جمال ناصر غروال د روسيې دولتي خبري آژانس تاس ته ويلي: مونږ د سوداګرۍ او مالي چارو په برخه کې خبرې اترې کوو. مونږ له روسیې سره د اقتصادي همکاریو او اړیکو پراختیا غواړو او له روسیې څخه د تېلو اخیستلو ته لیواله یوو.

نوموړي زیاته کړې؛ دا مهال د روسیې او افغانستان د سوداګرۍ وزارتونو له لارې خبرې اترې روانې دي؛ ځکه کابل هوډ لري، چې ډېر ژر ځانګړي تړونونه لاسلیک کړي.

په مسکو کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت حکومت د زیربناوو، ودانیو، سړکونو او نورو اړینو تاسیساتو په جوړولو کې پر روسیې تکیه کوي؛ ځکه روسیې په تېر کې له افغانستان سره په دې اړه ډاډمنې مرستې کړې دي.

هغه څرګندوي: مونږ له مسکو سره د خبرو اترو له پرمختګ سره علاقه لرو او په دې اړه غواړو په راتلونکي کې خبرې اترې ولرو.

د راپور په پای کې جمال ناصر غروال د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نللیکې د پروژې د کار دوام تائید کړ، چې پر مټ به یې سویلي آسیا هېوادونو له مرکزي آسیا له هېوادونو سره  ونښلوي.

Trending

Exit mobile version