تازه خبرونه

افغانستان له روسیې څخه د ایم آی ۳۵ چورلکو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان د ملي امنیت سلاکار، چې روسیې ته په سفر تللی، له تروریزم سره د مبارزې له پاره له روسیې څخه د ایم آی ۳۵ چورلکو غوښتنه وکړه.

ښاغلي اتمر روسي خبري آژانس ایترتاس ته وویل؛ د افغانستان په خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د ځپلو له پاره جنګي چورلکو او نورو وسلو ته اړتیا لرو.

ده همداراز ویلي؛ اوس داسي روسي چورلکې کاریږي، چې د جګړې له پاره جوړې شوي نه دي، خو جنګي وسایل په کې نصب شوي.

دوی غواړي، چې د دغو چورلکو ځای پر پرمختللیو (Mi-35) الوتکو ډک کړي او د دغو چورلکو له پاره پیلوتان او تخنیکي عمله وروزي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر د دې له پاره، چې روسیه له افغان امنیتي ځواکونو سره پوځي مرستو ته وهڅوي له تېرو څو ورځو راهیسي په مسکو کې دی.

Trending

Exit mobile version