سوداگري

افغانستان له روسیې څخه د یو میلیون بېرله اومه تېلو د پېرودلو هڅه کوي

Published

on

روسي رسنیو په ډاګه کړې، چې کابل غواړي له روسیې څخه یو میلیون بېرله خام تیل واخلي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دوشنبې پر ورځ ( د زمري ۲۴ ) د روسي یوې رسنۍ ته ویلي، چې افغانستان غواړي له روسیې تېل وارد کړي.

عزيزي څرګنده کړې: مونږ روسيې ته د يو ميليون بېرلو د پېرودلو وړانديز کړى؛ خو که له دې ډېر هم وي، کومه ستونزه نشته.

نوموړي دغه راز يادونه کړې، چې افغانستان د تبادلې له لارې د روسيې د تېلو د رسولو په برخه کې يوې هوکړې ته لیوال دى.

هغه وایي: زمونږ لپاره تر ټولو مهمه خبره به د تېلو او ګازو پروژه وي. مونږ غواړو د راکړې ورکړې د سوداګرۍ  پر اختیار هم غور وکړو، پدې شرط، چې روسیه هم د افغانستان محصولاتو ته اړتیا ولري.

روسي رسنیو ویلي، د نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان یو رسمي سوداګریز پلاوی دا مهال په مسکو کې دی. په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف رسنیو ته ویلي، چې دواړه لوري به د اومه یا خامو تېلو، غلې دانې او د چمن د تېلو پر عرضې خبرې وکړي.

درې ورځې کېږي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ یو پلاوی له روسي چارواکو سره د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې او بحث کوي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت تر اوسه ندي ویلي، چې افغان پلاوی له روسي لوري سره کومې هوکړې ته رسېدلی؛ خو چارواکو هیله څرګنده کړې، چې د افغان پلاوي له راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له روسیې سره د ګازو، تېلو او خامو موادو د پېرلو په اړه خبرې کوي.

که څه هم روسیې تر اوسه د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو له کابل سره نږدې اړیکې لري.

Trending

Exit mobile version