لوبی
افغانستان له سترو لوبډلو سره لوبې ته چمتو دی – لوبډلمشر محمد نبي
د افغان کرکت لوبډلمشر محمد نبي ویلي؛ افغانستان د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې له بریاوو وروسته د آسیا جام غوره څلور لوبډلو یا سوپر فور پړاو ته د لار موندلو لومړنۍ لوبډله شوه او اوس له لویو لوبډلو سره لوبو ته چمتو دی.
لوبډلمشر محمد نبي د سې شنبې پر ورځ بنګله دېش ته پر اووه ویکتو ماتې ورکولو وروسته ویلي: په آسیا جام کې د یوې لوبډلې په توګه مونږ وښوده، چې افغانستان غوره توپ وهونکي، تکړه توپ اچوونکی او زړورو توپ نیوونکي لري.
محمد نبي څرګنده کړې: مونږ په تېرو دوه لوبو کې ښه وو، تر فشار لاندې نه وو او مناسب حالت مو درلود او هیله لرو، چې په راتلونکي پړاو کې د لویو لوبډلو پر وړاندې ښه لوبه وکړو.
افغانستان په شارجه کې بنګله دېش ته له ماتې ورکولو سره د شپږ هېوادونو شل آوریزو سیالیو بل پړاو ته لاره پیدا کړه.
محمد نبي وایي: مونږ هیڅوک نه ګواښو، مونږ یوازې ښه لوبه کوو.
د فرانسې د خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د افغان لوبډلې روزونه د انګلستان پخوانی توپ وهونکی جوناتن ترات کوي او د پاکستان پخوانی تیز بالر عمر ګل په دې وروستیو کې د بالینګ روزونکي په توګه له دې لوبډلې سره یوځای شوی دی.
د دغه نوي روزونکي لوبډله د کرکت له ټولنې څخه د هند د پخواني تیز بالر عرفان پټان په تویت کې پراخه ستاینه وشوه، چې افغانستان د کیفیت لرونکي کرکت د کولو په حال کې دی.
دغه راز د هند پخوانی توپ وهونکي اجی جدیجا ویلي؛ له غوره څلور لوبډلو سره د دې لوبډلې لوبه حیرانوونکې نده؛ ځکه دوی دا ځواک لري، چې لوبې وګټي.