تازه خبرونه
افغانستان له سولې پرته پایېدلی نه شي- هایسم
ملگري ملتونه په افغانستان کې د جگړې پر شدت او سولې ته د وسلوالو مخالفینو پر نه حاضریدو سخت اندېښمن دي.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی نیکولای هایسم وايي، چې نور باید وسلوال طالبان له افغانانو سره خبرو ته حاضر شي.
نوموئی وایي، سوله د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمه ده. که په روان میلادی کال کې افغانستان ته سوله را نه شي؛ نو د تل لپاره به د ثبات لپاره نړیوالې مرستې هم سمې نه وي، ځکه له سولې پرته افغانستان پايېدلی نه شي.
ده زیاته کړه، چې له افغانستان څخه د نړیوالو سرتېرو له وتو سره سم ملگري ملتونه هم له افغانستان څخه وځي؛ نو دغه هېواد به یوازې پاتې شي.
نوموړي وویل، چې د سولې خبرو ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې د گاونډ هيوادونو رول مهم دی.
د نوموړي په وینا؛ دا په ولسمشر غني پورې اړه لري، چې گاونډيان څنگه د سولې په بهیر کې را گډوي. اوس مثبت پیامونه لیدل کیږي، چې سولې ته د رسیدو لپاره هیلې زیاتوي. په دې برخه کې د پاکستان رول مهم دی.
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل په دې باور دی، چې پر پاکستان د نړیوالې ټولنې او ملگرو ملتونو له فشارونو پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده.
اوس په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینگښت له وسلوالو طالبانو سره د سولې له خبرو سره تړلی ښکاري؛ خو وسلوالو مخالفینو په دې وروستیو کې خپلو خونړیو بریدونو ته زور ورکړی دی.
خبریال: فواد ناصری