تازه خبرونه

افغانستان له سياسي ماتې سره مخ دی- جیمز کلپر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي خبرداری ورکړ چې د طالبانو د جنګي تحرکاتو له زياتوالي، سيمه ييزو زورواکانو او مالي ستونزو له امله افغانستان د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ دی.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې رییس د هغه هېواد د مشرانو جرګې یوې استماعیه غونډې ته ویلي چې د طالبانو د جنګي تحرکاتو زیاتوالی، سیمه ییز زورواکان او مالي ستونزې هغه ننګونې دي چې په ۲۰۱۶م کال کې یې افغانستان د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا د پوځي استخباراتو د ادارې رییس هم د طالبانو د کنټرول د ساحې په پراختیا اندېښمن دی.

دغه جګپوړی امریکایي چارواکی چې د امریکا د ۱۶ استخباراتي ادارو د همغږۍ مسولیت لري، اندېښمن دی چې په ۲۰۱۶م کال کې د ملي یووالي حکومت په وړاندې پر له پسې خنډونه شته او دغې مسالې افغانستان د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ کړی دی.

جیمز کلپرد امریکا د استخباراتو د ملي ادارې رییس وايي: “د ملي یووالي حکومت به په دوه زره شپاړسم ميلادي کال کې له پر له پسې خنډونو سره مخامخ وي، له دې جملې د سیاسي انسجام بد وضعیت، د سیمه ییزو زورواکانو ناقانونه کړنې، مالي ستونزې او د طالبانو پر له پسې بریدونه د سیاسي انسجام په وړاندې لویې ننګونې دي او حتی د کابل دولت به د ۲۰۱۶م کال په پای کې له سترو مسایلو سره مخامخ شي.”

ده ویلي څو پورې چې کابل بغاوت کابو نه کړي، وبه نه توانېږي چې په اغېزمن ډول ناوړه اقتصادي وضعیت له منځه یوسي.

جیمز کلپرد امریکا د استخباراتو د ملي ادارې رییس زياتوي: “په دغه وضعیت کې به د افغانستان د دولت د استحکام له پاره نړیوالې مرستې ټاکونکې وي. له نړیوالو مرستو پرته به افغان ځواکونه منسجم او تلپاتې ځواک پاتې نه شي.”

له بلې خوا د امریکا د پوځي استخباراتو اداري رییس د طالبانو د کنټرول د ساحې په پراختیا او هغو ستونزو په هکله خبرې کوي چې افغان ځواکونه ورسره مخامخ دي.

جنرال ونسنت ستیواردد امریکا د پوځي استخباراتو د ادارې رییس وايي: “که څه هم افغان ځواکونه په یواځې سر له وسله والو ترهګرو سره د جګړو رهبري کوي، خو د دندې ترسره کولو پر مهال له آزموینو سره مخامخ دي. طالبانو د افغانستان د دولت د کنټرول ساحه محدوده کړې ده.”

په همدې حال کې سید ظفر هاشمي د ولسمشر د ویاند مرستیال د امریکایي چارواکو دا خبرې چې ګني د افغانستان دولت د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ دی، رد کړې.

په همدې حال کې ځینې شنونکي وایي، امریکایی چارواکي په دغه راز څرګندونو غواړي چې د امریکا متحدین تشویق کړي څو له افغانستان سره زیاتو مرستو ته پام واړوي.

د اجرایي رییس سلاکار داوود اساس وايي: “دا څرګنده شوې ده چې طالب د امريکا دښمن دی نو دوی په دې خبرو سره غواړي له طالبانو سره د مبارزې او په افغانستان کې د سياسي ماتې مخه ونيسي.”

د امریکا جګپوړو استخباراتي چارواکو ویلي چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې د خبرو په بریالیتوب کې چې ټاکل شوې ژر پیل شي، بې باوره دي.

Trending

Exit mobile version