تازه خبرونه
افغانستان له منیتي نظره له سخت پسرلي سره مخامخ دی – غني
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ وویل چې هیواد یې له امنیتي نظره له سخت پسرلي سره مخامخ دی.
ښاغلي غني دا خبره پرون د امریکا متحدو ایالتونو ته په پنځه ورځني سفر تر روانیدو مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړه.
ولسمشر غني ومنله چې د داعش وسله واله سخت دریځه ډله په افغانستان کې د نفوذ د پراختیا په حال کې ده.
د ښاغلي غني په قول ویل شوي چې د دې ډلې ځانګړتیا دا ده چې خپل ټول سیالان تر ستوني تیروي.
د راپورونو پر اساس داعش د افغانستان په مختلفو سیمو کې فعالیت پیل کړی دی.
شاهدان وايي چې د داعش غړي د طالبانو خلاف له چا په زوره ډوډۍ نه غواړي ځکه چې تر طالبانو شتمن دي او په ښو وسلو سمبال دي.