سیمه ییز خبرونه
افغانستان له نړيوالو سره د فرهنگي اړيكو هڅې پيل كړي
د بهرنيو چارو وزارت د نړى له هېوادونو سره د افغانستان د ښو اړيكو په موخه فرهنگي هڅې پيل كړي دي.
د دغه وزارت لوړ پوړي چارواكي وايي:
د فرهنگي ديپلوماسۍ شتون به د دې لامل شي، چې د نړى هېوادونه د افغانستان په اړه مثبت انځور ولري؛ نه د جنگ او ترهگرۍ.
ويل كيږي، چې دا هڅې به د افغانستان د فرهنگيانو له خوا تنظيم شي.
په كابل كې د سه شنبې په ورځ(د لړم۳۰) د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د هېواد د فرهنگيانو يوه غوڼده را بللې وه، چې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د ښو فرهنگي اړيكو لپاره مناسبې لارې چارې ولټوي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين وايي، چې:
د سياسي فرهنگ شتون به په هېواد كې د ثبات لپاره گټور شي.
د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيكو ريس عبدالقهار عابد وايي، چې افغانستان د بل هر هېواد په پرتله د نړى له هېوادونو سره د فرهنگي ديپلوماسۍ شتون ته ډېره اړتيا لري.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال كې د نړي له هېوادونو سره د فرهنگي ديپلوماسۍ د را منځ ته كيدو په موخه نظرپوښتنه كوي، چې د افغانستان د بهرني سياست په باب هم د ملي شورا او د دغه وزارت ترمنځ بحثونه روان دي او له دې وړاندې د افغانستان بهرنى سياسي د ملي شورا له خوا رد شوى دى.