تازه خبرونه

افغانستان له نړیوالو معیارونو سره سم عصري تعلیمي سیستم ته اړتیا لري – مولوي عبدالکبیر

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان د ښوونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو د پیاوړتیا په ملي دوه ورځني کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان په نړیوالو معیارونو سمبال ښوونیز او روزنیز نظام ته اړتیا لري.

دغه کنفرانس د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې جوړ شوی و.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي، افغانستان یو داسې تعلیمي او تحصیلي نظام ته ضرورت لري، چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د نړیوالو غوښتنو سره برابر وي.

مولوي عبدالکبیر، چې په ملي کنفرانس کې یې د افغانستان د ښونیزو او لوړو زدکړو بنسټونو پر پیاوړتیا خبرې کولې زیاته کړې؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې د اسلامي زده‌کړو ترڅنګ په تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې زده‌کوونکیو او محصلینو ته عصري زده‌کړې هم ورکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس‌مهال امنیت ټينګ دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان په اقتصادي او سیاسي برخو کې پرمختګ وکړي.

د ده د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت یوه سالمه اقتصاد محوره پالیسي لري او له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د پوهنې وزارت چارسمبالي ویلي؛ په هېواد کې د دینې او عصري زده‌کړو کیفیت لوړولو لپاره جدي اړتیا ده.

د پوهنې وزارت چارسمبالي مولوي حبیب الله آغا زیاته کړې؛ اسلامي نظام د اقامې فرصتونه او امکانات په لاس راکړل؛ اوس باید د ديني او عصري علومو پرمختګ ته دوام ورکړو.

دغه راز د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ویلي، چې هڅه کوي د پوهنې له وزارت سره  په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او له یو بل سره ښه همغږۍ ولري.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس سید بشیر اغا هاشمي ویلي، چې د مختلفو ښونیزو او تعلیمي بنسټونو د څېړونکیو له لوري ۱۸۲ څېړنیزې مقالې رالیږل شوې دي.

په دې ملي کنفرانس کې به د ګڼو ښوونیزو او لوړو زدکړو بنسټونو څېړونکي خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کوي، چې د یوه ځانګړې پلاوي له لوري ارزول کیږي.

Trending

Exit mobile version