لوبی

افغانستان له نیډرلینډه دوه یمه یو ورځنۍ لوبه د ۴۸ منډو پر توپیر وګټله   

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان او نیډرلینډ ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو څخه، چې دوه ورځې مخکې پیل شوي؛ افغان لوبډله بریالۍ شوه، چې له لومړۍ لوبې وروسته د دوه یمې سیالۍ بریا هم خپله کړي.

افغانستان د یکشنبې پر ورځ د سلواغې پر ۳ او د جنورۍ پر ۲۳هالنډ ته د قطر پر کوربتوب په دوه یمه یوه ورځنۍ لوبه کې د ۴۸ منډو پر توپیر ماته ورکړه.

په دوه یمه یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان توپ وهنه پیل کړه او په ۵۰ آورونو کې یې د رحمان الله ګربز پر ۱۰۳ منډو نیډرلینډ لوبډلې ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه؛ خو په ۱۸۹ منډو کې د هالنډ ټوله لوبډله و سوزېده او نوموړی په دغو نړیوالو لوبو کې له دوه یمې سلیزې جوړولو نه یوازې برخمن شو، بلکې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

دغه راز حشمت الله شهیدي هم ۵۴ منډې وکړې او د لوبډلمشر په توګه یې دوه یمه پنځوسیزه هم جوړه کړه.

رحمت شاه، نجیب ځدراڼ او راشید خان هم په ترتیب ۳۵، ۲۰ او ۱۴ منډې وکړې.

همدارنګه توپ اچوونکیو هر یوه مجیب الرحمن څلور، فرید ملک دوه، یمین احمدزي او راشد خان یو- یو مخالف لوبغاړي وسوزول.

افغانستان د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال کپ ته د ورتګ لپاره ۲۳ لوبې لري، چې تر دې دمه یې پېنځه لوبې کړې او پېنځه واړه یې ګټلې او په دې اړه له ۵۰ نمبرو برخمن شوی هم دی.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د دواړو لوبډلو ترمنځ به د یادې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د راتلونکې سې شنبې پر ورځ د دوحې په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version