لوبی

افغانستان له پاکستان سره د مخامخ کېدو لپاره چمتووالی نیولی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت ملي لوبډله د ۲۰۲۲ آسیا جام د ۲۰ آوریزو سیالیو د څلورم پړاو په دوه یمه لوبه کې له پاکستان سره د مخامخ کېدو لپاره چمتووالی نیسي.

دغه لوبه سبا ترسره کیږي.

د افغانستان د کرکت ملي لوبډله به سبا چارشنبه د وږي پر ۱۶ د آسیا د څلور غوره لوبډلو په لړ کې خپله دوه یمه لوبه له پاکستان سره وکړي.

دا لوبه په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي، چې افغانستان له دې مخکې د سریلانکا پر وړاندې ماتې خوړلې وه؛ خو له خپل حریف هند یې لوبه وګټله.

د سیالیو پای لوبې ته افغانستان هیله من دی، چې دا د پاکستان او هند پر وړاندې د پاتې دوه لوبو پر ګټلو پورې اړه لري، چې کومه آسانه نه ښکاري.

افغانستان سیالۍ ته د تیاریو لپاره دوه ورځې وخت درلود؛ خو د وروستۍ ماتې له کبله افغان لوبغاړیو د دې لوبې ګټلو ته زړه ښه کړی، چې سبا چارشنبه د کابل پر وخت مازدیګر ۶:۳۰ بجې ترسره کیږي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې آریانا تلویزیون د ۲۰۲۲ کال آسیا کرکت سیالیو د خپرولو ځانګړی ویاړ لري.

Trending

Exit mobile version