لوبی
افغانستان له پاکستان څخه د شل آووریزو لوبو لومړنۍ بریا خپله کړه
افغانستان د جمعې پر ورځ په شارجه لوبغالي کې د درې شل آوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د ۲۰۲۲ ز. کال د شل آووریز نړیوال جام نایب اتل پاکستان ته پر ۶ ویکتو ستره ماتې ورکړه.
پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او یوازې ۹۲ منډې یې جوړې کړې، چې کوربه لوبډلې په اتهلسمم آووور کې د ۶ لوبغاړیو له سوځېدو سره لوبه وګټله.
محمد نبي د پاکستان پروړاندې د ۳۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو او پر زړه راکښوونکیو هڅو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د پاکستان لوبډلې د توپ وهنې په درېیم آووور کې خپله لومړۍ ویکته له لاسه ورکړه او پر ۱۷ منډو یې صایم ایوب وسوځېد.
لومړۍ ویکتې د بریا ور پرانیست او پاکستان کرار کرار خپلې ویکتې له لاسه ورکړې او افغانستان لوبه چټکه کړه. د افغانستان لپاره مجیب الرحمن غوره توپ وهنه وکړه او په ۴ آوورونو کې یې ۲/۹ منډې جوړې کړې او پاکستان یې له هڅو وغورزاوه.
د افغانستان د کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان وویل، چې غوره لوبغاړي یې غوره کړي دي. راشد خان د پاکستان پر وړاندې د ۲۰ آووریزو سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري کوي او پخوانی لوبډلمشر محمد نبي یې هم د لوبډلې غړی دی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ دا لومړی ځل دی، چې په دری پرلپسې شل آووریزو سیالیو کې لوبیږي. دا دواړه لوبډلې به د دوه لوبو د ګټلو هڅه کوي، چې له افغان غالۍ جوړ جام پخپل نوم کړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان د شل آووریزو سیالیو په روان لړ کې به درې لوبې کېږي؛ دوهیمه به یې د وري پر ۶ / د مارچ پر ۲۶ او وروستۍ به یې د وري پر ۷ / د مارچ پر ۲۷ تر سره شي.