تازه خبرونه
افغانستان له چین څخه د مثبت تعامل او د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه
په چین کې د افغانستان سفارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ نن شنبه ( د مرغومي ۲ ) د افغانستان د سفارت چارسمبالي اسدالله ( بلال کریمي د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشرلیو چینسونګ سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبت تعامل او روابطو د پراخېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې لیو چینسونګ د چین حکومت هغه دریځ یو ځل بیا تازه کړ، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نهکوي او د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري.
نوموړي د امنیت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې مهمې یادې کړې او وایي، چې اوسمهال د چین او افغانستان تر منځ د روابطو په برخه کې هیڅ ستونزه نشته.
لیو چینسونګ د چينايي شرکتونو د هڅولو او پانګه اچولو ډاډ ورکړ او څرګندوي، چې پر مس عینک کان عملي کار پیلولولو ته به هم زمینه برابره شي.
دغه راز د افغانستان سفارت چارسمبالي اسد الله (بلال کریمي) د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ د ستاینې تر څنګ د چین په ګانسو او چینګهای ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له کبله د قربانیانو له کورنیو، د چین ولسي جمهوریت له حکومت او عام ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو لپاره یې دروغتیا هیله څرګنده کړه.
بلال کریمي ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی او د چینايي شرکتونو لپاره ښه فرصت دی، چې په افغانستان کې پر بېخبناوو، لویو لارو ، انرژۍ او نورو بېلابېلو برخو پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د واخان دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ خورا مهم ټرانزیټي او تجارتي مسیر ثابتیدلی شي او دواړې خواوې يې باید د پرانستل کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
د مس عینک کان د استخراج په اړه بلال کریمي ویلي، چې د اسلامي امارت مسوولین چمتو دي، چې د ایم سي سي شرکت له مسوولینو سره د یادې پروژې د عملي کار پر خنډونو خبرې وکړي.
دغه راز نوموړي د سیمې د امنیت او ټیکاو په اړه ویلي؛ د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی او اسلامي امارت لکه څنګه، چې د خپل هېواد لپاره امنیت، سوله او ثبات اړین او حیاتي بولي؛ ګاونډ هېوادونو ته هم د ثبات او هوساینې غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړه پای ته رسیدلې، د مخدره توکو، فساد او نورو ګڼو ناخوالو مخه نیول شوې او د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نهدی متوجه او نه اسلامي امارت اجازه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر خلاف و کارول شي.
کریمي په چین کې له چینایي لوري سره د افغان بندیانو او نورو مسایلو په اړه هم موضوعات شریک کړل او هیله یې و ښوده، چې د حل لپاره یې همکاري وشي. ویل کیږي، چې دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.