تازه خبرونه
افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ دی – ریچارد بنیت
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارد بنیت د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیتې په ناسته کې ویلي، چې په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ، د بشري وضعیت د خرابېدا او بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره چټکو کړنو ته اړتیا لري.
په دې غونډه کې نوموړي د اسلامي امارت له لوري د خبریالانو له خوشې کیدو هرکلی وکړ؛ خو د بشري حقونو د مدافعینو د بندیانو په اړه یې اندېښنه هم څرګنده کړه.
نوموړي د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال یو ځل بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ریچارد بنیت وایي؛ زه له تاسې غواړم، چې افغانستان د نړیوالې اجندا په سر کې ځای پر ځای کړئ. د افغانانو او افغان بنسټونو په ځانګړي توګه د افغان میرمنو غږ واورئ او ملاتړ یې وکړئ، چې ډاډ ترلاسه شي؛ د افغان میرمنو او ځوانانو غږ په ملي او نړیواله کچه اوریدل کیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نړیوال بنسټونه د افغانستان رښتیني انځور نړیوالو ته نهځلوي. په ځانګړي توګه کله، چې د بشري حقونو خبره کیږي دوی پر پروپاګند ډېره تکیه کوي.
ذبیح الله مجاهد وايي: مونږ یو جنګ ځپلی هېواد یوو؛ اقتصادي سرچینې مو نهلرلې او اوس هڅه کوو خوندي او رامنځته یې کړو، چې د خلکو فقر او بېوسي لرې کړو. په دې برخه کې مونږ غلي ناست نهیوو؛ شپه او ورځ کار کوو، خو له بده مرغه دغه ټولنې او بنسټونه تل د خپلو راپورونو په خپرولو کې د مثبتو ټکو پر ځای منفي ټکو ته پام کوي، چې دا له حقیقته بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمیتې په غونډه کې د افغانستان د دايمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق ويلي، چې افغانستان هير او ګوښه شوی او د دې حالت بیه ولس پرېکوي.
هغه زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرپرست حکومت له دوه کلنې دورې وروسته هم د اسلامي امارت چارواکي نهدي توانیدلي، چې د ټولو افغانانو د مدني، سیاسي او فرهنګي حقونو د ملاتړ په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
هغه ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د دغو سرغړونو د مخنیوي او د افغانانو د حقونو او هوساینې د ساتنې لپاره خپلې کړنې همغږې کړي او د یوې داسې هر اړخیزې حللارې تضمین وکړي، چې د خلکو د هیلو او درناوي پر بنسټ په هېواد کې د سولې، ثبات – اوږدمهالې او پایدارې سوکالۍ لپاره یو مشروع او پراخ سیاسي جوړښت رامنځته شي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي په هرات ولايت کې وروستۍ زلزلې او د هغې پراخې پايلې یادې کړې او له نړيوالې ټولنې څخه یې د لازمو مرستو غوښتنه وکړه.
