تازه خبرونه

افغانستان له ۶۰ ډېر کرنیز ماشینونه صادر کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې جاوید افغان نومې کارخونې د ۱۶ تریشر ماشینونو په ګډون څه باندې ۶۰ هغه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر کړي دي.

د دغه شرکت مسوولینو ويلي، چې د خپلو صادراتو په درېیم پړاو کې یې د غنمو او جوارو تریشرونو په ګډون ۶۷  کرنیز ماشینونه تاجکستان ته صادر کړي دي.

د کرنيزو ماشينونو د جوړولو د کارخونې مشر تورملنګ شګیوال وايي: د افغان جاويد کارخونه توانېدلې، چې تاجکستان ته ١٦ تريشر ماشینونه صادر کړي او هيله لرو، چې په روانه اوونۍ کې ازبکستان ته هم صادرات ولرو.

تور میلنګ له اسلامي امارته وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي، چې وکولای شو؛ نورو هېوادونو ته هم صادرات ولرو.

هغه له اسلامي امارته غواړي، چې د کورنيو تولیداتو د پیاړوتیا لپاره دې له بهرنیو هېوادونو څخه د واریدېدونکیوهغه توکو مالیه لوړه کړي، چې پر کور دننه تولیدیږي.

د دغې کارخونې د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ په دغه شرکت کې لسګونه کسان پر ملي روحیه کار کوي.

افغانان غواړي، چې د پانګونې او د هېواد د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره نورې ډېرې هڅې وشي، چې له یوې خوا افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیته راووځي او له بلې خوا په کارخونو کې ګڼشمېر بې روزګاره وګړیو ته د کار زمنیه برابره شي.

Trending

Exit mobile version