Connect with us

لوبی

افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.

له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.

لوبی

د افغانستان شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې بحرین ته ۳ پر ۱ماتې ورکړه

دا د کوروش برمک تر مشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.

Published

on

د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ز.کال د آسیا شل کلنو فوټبال جام ته د غوراوي سیالیو په وروستۍ لوبه کې بحرین ته ۳ – ۱ماتې ورکړه.

دا د کوروش برمک تر مشرۍ لاندې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.

افغانستان له دې بریا سره درې نمرې ترلاسه کړې او د «ډي» ګروپ درېیم ځای یې خپل کړ. تاجکستان د دې ګروپ لومړی او اردن دوه‌یم ځای خپل کړ.

د افغانستان لوبډلمشر حبیب‌الله هوتک د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه. هغه د بحرین له یوه لوبغاړي څخه د توپ له ترلاسه کولو او له دوه ساتونکو څخه بریالی تېر شو او په یوه پیاوړې توپوهنه یې د بحرین دروازه پرانیسته.

بحرین له ګول خوړلو وروسته د افغانستان پر دروازه بریدونه زیات کړل او په اووه‌ویشتمه دقیقه کې یې د مساوي کولو ښه فرصت درلود،؛ خو د علي مرهان علي توپ له دروازې پورته ووت.

د لومړۍ نیمایي په وروستیو دقیقو کې هم بحرین څو نور فرصتونه جوړ کړل؛ خو د مساوي ګول پر وهلو بریالی نه‌شو.

بحرین په دوه‌یمه نیمایي کې خپل بریدونه روان وساتل او په نهه‌پنځوسمه دقیقه کې یې مساوي ګول وواهه. عبدالله ابراهیم د کارنر له توپ‌وهنې وروسته پر سر ګول وواهه او پایله یې ۱-۱ کړه.

افغانستان ۱۱ دقیقې وروسته بیا مخکښ شو. یاسر ساپي د حمیدالله حیدري له پاس وروسته پر چپه پښه توپ وواه او د بحرین دروازې ته یې وردننه کړ.

فرزاد تاجک په څلوراتیایمه دقیقه کې د افغانستان درېیم ګول وواهه. هغه د بحرین له دروازه‌ساتونکي څخه له تېرېدا وروسته توپ تشې دروازې ته ولېږه او د افغانستان بریا یې یقیني کړه.

د لوبې په وروستیو دقیقو کې د بحرین مدافع کرار حسین له یوې نښتې وروسته له سور کارت سره مخ شو.

سره له دې بریا افغانستان د ۲۰۲۷ز.کال د آسیا شل کلنو فوټبال جام ته لار ونه موندله. تاجکستان د ګروپ لومړۍ لوبډلې د سیالیو وروستي پړاو ته ووته او افغانستان د درېیم ځای له خپلولو سره له سیالیو پاتې شو.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ

د لوبو لړۍ به د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل‌آوریزو نړیوالو لوبو له لړۍ سره د وږيله دوه‌ویشتمې څخه تر شپږویشتمې /  د ۲۰۲۶ز.کال د سپټمبر له دیارلسمې څخه تر اووه‌لسمې پیل شي.

Published

on

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ پړاو په لړ کې د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې د یو شمېر مهمو لوبو د رسنیز خپراوي ځانګړي حق ترلاسه کړی دی.

د هوکړې له مخې: د افغانستان د ملي لوبډلې هغه نړیوالې لوبې، چې له هند، بنګله‌دېش، زېمبابوې، ایرلینډ، سریلانکا او نیوزیلنډ سره یې لري؛ په کې شاملې دي. دا ټسټ، یو ورځنۍ او شل‌آوریزې لوبې دي.

د لوبو لړۍ به د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل‌آوریزو نړیوالو لوبو له لړۍ سره د وږيله دوه‌ویشتمې څخه تر شپږویشتمې /  د ۲۰۲۶ز.کال د سپټمبر له دیارلسمې څخه تر اووه‌لسمې پیل شي.

د هند د لوبو د خپراوي لړۍ پر شل‌آوریزو هغو پیلېږي

لومړنۍ سیالۍ به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل‌آوریزو نړیوالو لوبو لړۍ وي.

ټاکل شوې، چې دغه درې لوبې د سپټمبر له دیارلسمې څخه تر اووه‌لسمې پورې ترسره شي او تمه ده، چې په افغانستان او سیمه کې د کرکټ د مینه‌والو پام ځان ته راواړوي.

آریانا ټلویزیون به د دغې لړۍ ځانګړې خپرونه پر غاړه ولري او افغان لیدونکو ته به یې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وړاندې کړي.

د افغان کرکټ مینه‌والو لپاره مهمه لاسته راوړنه

د خپرونو دغه تړون یوازې له هند سره تر لوبو محدود نه‌دی، بلکې افغانستان به په راتلونکو میاشتو کې د نړۍ له یو شمېر پیاوړو کرکټ لوبډلو سره هم لوبې ولري.

په ټاکل شوي مهالوېش کې له بنګله‌دېش او زیمبابوې سره ټسټ او د محدودو آورونو لوبې او ورپسې په ۲۰۲۷ز.کال کې له ایرلینډ، سریلانکا او نیوزیلینډ سره شاملې دي.

دا به افغان لیدونکو ته زمینه برابره کړي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې پرله‌پسې نړیوالې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري؛ له چټکو او زړه‌راکښونکو شل‌آاوریزو لوبو نیولې تر ټسټ سیالیو پورې.

دغه هوکړه د آریانا ټلویزیون له هغې ژمنې سره هم سمون لري، چې د سپورټ او افغان لوبغاړو ملاتړ کوي، په ټول هېواد کې د نړیوالو او کورنیو لوبو لیدلو ته د افغان مینه‌والو لاسرسی زیاتوي او افغان لوبډلو او سپورټي استعدادونو ته د راڅرګندېدا زمینه برابروي.

دغه تړون په افغانستان کې د نړیوالو سپورټي لوبو د مخکښ خپروونکې( آریانا ټلویزیون) ونډه نوره هم پیاوړې کوي او په ټول هېواد کې لیدونکو ته د مهمو سپورټي لوبو د رسولو لپاره د دې ټلویزیون تلپاتې پانګونه ښیي.

د لوبو د پیل شېبې به د سپټمبر پر دیارلسمه له هند سره د افغانستان له لومړۍ لوبې راورسېږي. آریانا ټلویزیون به دا سیالۍ افغان لیدونکو ته پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وړاندې کړي.

له هند سره پرته دې د نورو ټولو لوبو کره نېټې ټاکل شوې نه‌دي. له همدې کبله له مینه‌والو غوښتل شوي، چې د تازه خبرونو، معلوماتو او تائید شویو مهالوېشونو لپاره د آریانا ټلویزیون ټولنیزې رسنۍ څارئ.

د دغو زړه‌راکښونکو کرکټ لوبو د نورو خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا ټلویزیون خپرونې ګورئ.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی

افغانستان به په دې ګروپ کې له انډونیزیا، میانمار، فلیپین او کمبودیا سره سیالي وکړي. میانمار د دې ګروپ کوربه دی او لوبې به د ۲۰۲۶ز. کال د نومبر له اتمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو د پچه‌اچونې په الف ګروپ کې راغله.

افغانستان به په دې ګروپ کې له انډونیزیا، میانمار، فلیپین او کمبودیا سره سیالي وکړي. میانمار د دې ګروپ کوربه دی او لوبې به د ۲۰۲۶ز. کال د نومبر له اتمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي.

یوازې د اووه ګروپونو د سرلوبډلې به د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته لار ومومي او دوه‌یم مقام ګټونکي به د لارموندنې اجازه ونه‌لري.

اووه لار موندونکې لوبډلې به په پای‌پړاو کې له هغو نهه لوبډلو سره یوځای شي، چې له مخکې یې دې لوبو ته د ګډون اجازه ترلاسه کړې ده. دا لوبډلې اسټرالیا، چین، جاپان، سویلي کوریا، قطر، سعودي عربستان، تاجکستان، ازبکستان او ویټنام دي.

جاپان د دې سیالیو د تېر پړاو اتل دی. دغې لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال په پایلوبه کې چین ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د پېنځم ځل لپاره یې د آسیا اتلولي وګټله.

د ۲۰۲۷ز.کال د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام به د مې له دولسمې څخه تر نهه‌ویشتمې پورې په ازبکستان کې ترسره شي او ۱۶ لوبډلې به د اتلولۍ لپاره لوبې وکړي.

د آریانا ټلویزیون له لارې د لوبو خپرېدل

آریانا ټلویزیون به په افغانستان کې د لارموندنې لوبې خپرې کړي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د دغو لوبو کې په لړ کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لوبې وګوري.

د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته په الف ګروپ کې ګډون یو ښه فرصت دی، چې د آسیا له مطرحو او مخ پر ودې فوټبال لوبډلو سره لوبې وکړي او د دې سیالیو پای‌پړاو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!