سوداگري
افغانستان منځنۍ آسیا ته سلګونه ټنه سپین کاغذ صادر کړ
د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې روانه میاشت په افغانستان کې تولید شوی سلګونه ټنه سپین کاغذ د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر شوی دی.
د خصوصي سکتورغړي د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره له بهرنه د راتلونکي کاغذ مخنیوي وکړي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر ويلي، چې په افغانستان کې د هر ډول کاغذ د تولید وړتیا رامنځته شوې او په دې وروستیو کې په سلګوونه ټنه سپین کاغذ د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان د کال ۱۵ زره ټن سپین کاغذ ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې د کورنیو تولیداتو کچه د هېواد له اړتیا څلور برابره زیاته ده؛ نو له همدې کبله د هېواد صنعتکارانو لخوا د منځنۍ آسیا هېوادونو مارکیټونو ته په نړیوال ستنډرډ برابر صادرات پیل کړي.
د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده وایي: مونږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو، چې کورنیو تولیداتو ته د اومه توکو او برښنا آسانتیاوې برابرې کړي او همداراز هغه اقلام، چې په قاچاقي ډول سره افغانستان ته راځي مخنیوی يي وشي.
د افغانستان د ماليي وزارت بیا خصوصي سکتور ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان اسلامي امارت به ټولې هغه آسانتیاوې رامنځته کړي، چې کورنیو تولیدونکي ورته اړتیا لري.
دوی زیاتوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړي، چې د کورنیو تولیداتو په وړاندې ستونزې رامنځته کړي.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره ټول هغه سهولتونه رامنځته کړي، چې زمونږ د تولید د پراختیا لامل کیږي. مونږ هڅه کوو، چې په قوانینو کې هم د تولید د پراختیا لپاره آسانتیاوې برابرې کړو.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي، چې د کورنیو تولیداتو پراختیا کولي شي افغانستان د فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري؛ د کورنیو تولیداتو له ډېرېدو سره هم په هېواد کې شغل رامنځته کیږي او هم د هېواد دعوایدو د زیاتوالي لامل کیدی شي.
