تازه خبرونه

افغانستان نور د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ډګر نه‌دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۴۰۲)

 د اسلامي امارت ویاند د دونالد ترمپ د هغې وینا په غبرګون کې، چې امریکا به د بګرام هوايي ډګر بېرته تر لاسه کوي ویلي، چې ترمپ اوس‌مهال کوم سیاسي موقف نه‌لري او خبرې یې بې ارزښته دي.

 د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو له انتخاباتي کمپاینونو وروسته د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په خپل یوه انتخاباتي کمپاین کې د افغانستان مسلې ته په نغوته کې ویلي؛ که واک ته ورسیږي له اسلامي امارت سره به د هغږۍ له مخې هڅه وکړي، چې د بګرام هوايي ډګر څارنه بېرته ترلاسه کړي.

ترمپ په بګرام هوايي ډګر کې د امریکايي پوځیانو حضور؛ ځکه مهم بللی، چې د چین د اتومي بم جوړولو اډې ته نږدې دی.

د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستیو کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ټینګار کړی،  چې مونږ به بګرام بېرته ترلاسه کړو؛ بګرام په نړۍ له سیاسي لحاظه یو ستر هوايي ډګر دی. مونږ یې د افغانستان لپاره نه‌غواړو، بلکې د چین د اتومي بم جوړولو له اډې څخه یو ساعت لرې دی. مونږ پرېښود؛ خو ولې مو پرېښود که څه هم کلونه وړاندې مو پرې ميلياردونه دالر ولګول. مونږ يې؛ ځکه غواړو، چې چين ته نږدې دى. اوس پوهېږئ، چې چا اشغال کړى؛ چين اشغال کړى دى. مونږ به یې بېرته ترلاسه کړو.

د دونلد ترمپ د څرګندونو په غبرګون کې اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې ترمپ اوس سیاسي موقف نه‌لري او د هغه خبرې د بحث وړ هم نه‌دي.

نوموړي  خبرداری ورکړ؛ اجازه به ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ډګر وګرځي.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم په دې باور دی، چې د دونالد ترمپ دا خبرې د امریکا د راتلونکیو انتخاباتو د ګټلو لپاره تبلیغاتي پڼه لري.

ویل کیږي، چې د ترمپ ادارې د دوحې د تړون له لاسلیکولو سره د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود. که څه هم له افغانستان څخه امریکايي پوځیانو وتل د بایدن د ادارې پر مهال ترسره شول؛ خو د وتلو مهالوېش د ترمپ ادارې ترتیب کړی و.

Trending

Exit mobile version