تازه خبرونه

افغانستان نور د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ خبرو ته د زمینې برابرولو اراده نلري

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند او د دې اوربند د غخېدا لپاره له هڅو وروسته ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو پلاوي تر دوه نورو ورځو په ترکیه کې بله غونډه وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې د وروستي کولو لپاره کار وشي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي؛ افغانستان نور د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرو ته د زمینې برابرولو اراده نلري؛ ځکه چې دا ستونزه له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري او اسلام‌آباد باید خپلې امنیتي ستونزې پخپله حل کړي.

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند او د دې اوربند د غخېدا لپاره له هڅو وروسته ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو پلاوي تر دوه نورو ورځو په ترکیه کې بله غونډه وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې د وروستي کولو لپاره کار وشي.

ذبیح الله مجاهد وایي: ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان پلاوي د لړم پر درېیمه / د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه په ترکیه کې د ناستې پر مهال د هوکړې د وروستي کولو لپاره خبرې وکړي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: افغانستان به د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی له بریدونو ملاتړ ونکړي او دا ځل به کابل د خبرو اترو د آسانولو هڅه هم نه‌کوي؛ ځکه، چې غواړي پاکستان خپله امنیتي ستونزه پخپله حل کړي.

مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان له هند سره د اړیکو له پیاوړي کولو سره پاکستان ته زیان نه‌رسوي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د بل هر هېواد پر پرتله ډېرې تړلې دي او پاکستان، افغانستان ته هغومره اړتیا لري؛ لکه څنګه، چې افغانستان پاکستان ته اړ دی.

د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې ښیي، چې د پاکستان په امنیتي ادارو کې یوه ځانګړې او پرېکړه کوونکې کړۍ شته، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو ته اجازه نه‌ورکوي. هرکله، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې ښې کچې ته رسېدلي؛ دې کړۍ دا بهیر د پاکستان د ګټو لپاره نه، بلکې د نورو د ګټو لپاره له منځه وړی دی.

Trending

Exit mobile version