بی بی سی پښتو
افغانستان نړیوالې هوایي الوتنې بېرته پیلوي
د افغانستان هوايي چلند اداره وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به دغه هېواد ته نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي. د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دغه الوتنې د یوه نوي نړیوال لارښود او د کورونا وېروس مخنیوي په موخه ټولو روغتیایې لارښوونو ته په پام سره تر سره کېږي.
د دغې ادارې په وینا، د نوې پرېکړې پر بنسټ به د افغانستان کورني هوايي شرکتونه هم بهر ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي.
ښاغلي وفايی زاده زیاته کړه چې ځېنې شرکتونو لکه العربیه غوښتل د جون له لسمې نېټې الوتنې پیل کړي ، د ترکیې هوايي شرکت د جون له اوولسمې د الوتنو د پيل اعلان کړی او امارات شرکت څو ورځې وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته به د روانې جون میاشتې پر ۲۵ الوتنې پيل کړي.
د ښاغلی وفایي زاده په وینا:
“وضعیت په تغییر کې دی. دا چې د افغانستان او خپل هېواد وضعیت په اړه د هغوی ارزونه څه ده، ممکن تغییرات راشي خو عمومي ارزونه دا ده چې د جون تر پایه به که خدای کول نړیوال پروازونه پیلیږي.”
د نوموړي په خبره د هند په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د راتلونکې جولای پورې افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولي
د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، په کوردننه د کورنیو هوايي شرکتونو له لوري الوتنې د روغتیا وزارت له خوا د کورونا وېروس د وضعیت ارزونې پورې اړه لري.
د ښاغلي وفایي زاده په وینا روغتیا وزارت به په راتلونکو څو ورځو کې د کورونا وېروس په اړه خپله وروستۍ ارزونه کابینې ته وړاندې کړي. د هغه په خبره که کابینه د کورنیو پروازونو په اړه هر ډول پرېکړه وکړي، د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره به یې عملي کړي.
- په ایران کې د الوتکې له لوېدو سره پر افغانستان الوتنې زیاتې شوې
- ”هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ځنډولې”
- ”پاکستان له هوايي لارې افغانستان ته د هندي صادراتو مخه نیسي”
د کورونا وېروس له خپرېدو او قرنطین رامنځته کېدو سره سم، د هوايي چلند صنعت د ژوند د نورو برخو په څیر ودرېده او د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم هوايي شرکتونو له همدې امله درانه مالي زیانونه ولیدل.
دې موده کې د کم شمېر استثنايي الوتنو پرته نورې عادي الوتنې ځنډول شوې دي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې خپله دې ادارې او دوو نورو افغان هوايي شرکتونو، اریانا افغان او کام ایر کابو ۴۵ میلیون ډالر زیان کړی.
د دغې ادارې په وینا ۲۰ میلیونه ډالر کام ایر، تر لس میلیونه ډالرو ډېر اریانا افغان او نږدې ۱۵ میلیونه ډالر د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې ته رسیدلی دی.دي.