لوبی
افغانستان نړیوال شل آوریز جام ته چمتوالی نیسي
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې ملي لوبډله د شل آوریزه نړیوال جام لوبو ته پوره چمتوالی لري او له همدې کبله یې په کابل کې یوه روزنیزه لوبه ترسره کړې.
ټاکل شوې دا لوبې د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې عربي متحده اماراتو او عمان پر کوربتوب ترسره شي.
د کرکټ ملي لوبغاړي شرف الدین اشرف ویلي؛ زمونږ موخه په دې لوبو کې نه یوازې برخه اخیستنه ده، بلکې له نړیوال جام څخه هم یو څه ترلاسه کول دي. لوبغاړي لیواله دي او غوره ځلیدو ته چمتوالی لري.
ټاکل شوې وه، چې دغه ټورنمنټ په هند کې ترسره شي؛ خو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره خلیجي هېوادونو ته ولیږدول شو.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر نوروز منګل ویلي: لوبغاړي پوره لیواله دي او خلک هم له مونږ ډېره تمه لري.
افغانستان پخوا هم د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې شامل شوی و، چې په کې د آسترالیا، بریټانیا، هند او پاکستان پیاوړې لوبډلې لوبېدلې دي.