تازه خبرونه

افغانستان هره میاشت د 75 میلیون ډالرو په ارزښت هګۍ واردوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان هره میاشت له نورو هېوادونو څخه د پنځه اویا میلیون ډالرو په ارزښت هګۍ واردوي.

د چرګانونو د ساتنې د فارمونو ټولنه د دغه مطلب په څرګندولو سره د کرنې او مالدارزۍ وزارت له مسولینو غواړي چې د دغه حالت د بدلولو لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی چې هر کال د دري شپیته میلیون ډالرو په بدل کې څلویښت زره اته سوه ټنه د چرګانو غوښه واردیږي.

دغه خونه هم له دولت غواړي چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.

دغه خونه وایي، افغان صنعت کاران کولای شي چې دغه اړتیا پوره کړي خو شرط دا دی چې دولت هم د دوی لاس نیوی وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعوخونې غړی میرزمان پوپل:

مونږ هر کال له بیلابیلو هېوادونو څخه یواځې په زرګونه ټنه د چرګانو غوښه واردوو چې میلیونونه ډالر پرې لګیږي. که دولت کورني فارمونه حمایه کړي، نو دغه پیسې به نور بهر ته نه لیږدول کیږي.

د چرګانو د ساتنې د فارمونو د سراسري ټولنې غړی سید حبیب رسولي وایي؛افغانستان هره میاشت له نورو هېوادونو څخه د پنځه اویا میلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو هګۍ واردوي.

په وروستیو دوو کلونو کې د چرګانو د ساتنې د فارمونو په برخه کې پنځوس میلیون ډالر پانګونه شوې خو افغانستان اوس هم هره میاشت یواځې د هګیو په بدل کې پنځه اویا میلیون ډالر نورو هېوادونو ته ورکوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد هم دغه ستونزه مني خو وایي د حل لپاره یې هڅې پیل شوي دي.

په ټول هېواد کې د چرګانو د ساتنې نږدې نهه زره فارمونه شته، او د دې فارمونو د پراختیا لپاره وزارت له خصوصي سکتور سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

په وروستیو څوارلسو کلونو کې افغانستان یو مصرفي هېواد پاتې شوی، خو د ملي یووالي حکومت بیا د دغه حالت د بدلولو لپاره ژمنې کړي.

خصوصي سکتور وایی، که کورنیو تولیداتو نه لازم ملاتړ وشي، دوی کولای شي، په بیلابیلو برخو کې شته اړتیاوې پوره کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version