تازه خبرونه

افغانستان هم د ماینونو له کبله یو سخت ځپل شوی هېواد دی – یوناما

یوناما لیکلي: “هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي.”

Published

on

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي نهمه) په ایکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه، چې د جګړې له کبله یې د پاتې شویو ماینونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

یوناما لیکلي: “هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي.”

په افغانستان کې د ماین پاکۍ بېړنۍ اړتیا ته په نغوته کې یوناما د ارمان نومي یوه ماشوم کیسه کړې، چې د چاودېدونکیو توکو له چاودنې وروسته یې بدن او مخ ټپي شوی دی.

د ارمان پلار هم د ماشومانو د لوبو په ځایونو کې د ځمکني ماینونو د ککړتیا په اړه اندېښنه ښیي او د ماشومانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د هالوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د روان کال په لړم کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د ۲۶ ولایتونو له ۶۵ کیلومټرمربع زیاته ځمکه د ناچاودو توکو له کبله ککړه ده. د دې بنسټ د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو څلور هېوادونو څخه دی، چې “پر ځمکني ماینونو ډېر ککړ دي.”

Trending

Exit mobile version