تازه خبرونه

افغانستان پخپلو ښوونیزو بنسټونو کې د څانګوالو استادانو له کمښت سره مخ دی

Published

on

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو رييس د زمري پر ١٧ ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې څرګنده کړې، چې افغانستان د کانونو او صنعت په ګډون په بېلابېلو برخو کې د مسلکي او ماهرو کسانو له کمښت سره مخ دى.
دوی زیاته کړې، چې د مسلکي او ماهرو کسانو رزونه د مسلکي زده‌کړو د ادارې مسوولیت دی؛ خو له بده مرغه، چي په تېرکې د دې ستونزې د اواري لپاره بنسټسز کار نه‌دی شوی.
د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رییس غلام حیدرشهامت وایي: د ټول هېواد پر کچه ۳۷۲ د مسلکي زده‌کړو مرکزونه لرو، چې ۸۶ زره ۲۱۱ محصلین په کې پر زده‌کړه بوخت دي؛ د نړیوال مارکیت اړتیاوو ته پر کتو خپل پروګرامونه جوړوو او په ۷۳ رشتو کې زده‌کړه تر سره کیږي.
د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولین زیاتوي؛ هر کال د دې ادارې له تعلیمي مراکزو څخه ۱۵ زره کسان له حرفوي زده‌کړو فارغ او ټولني ته وړا ندي کیږي.
د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال فضل الرحمان فاضل وایي: په تېر یو کال کې پېنځه هغه ساختماني پروژې بشپړې شوي، چې په کابل، پروان، کاپیسا کې موقیت لري.
دوی دغه راز د نوي نصاب په تنظیم کې له خصوصي سکتور سره مشوره د وخت اړتیا وګڼله.
د سکتوري بنسټونو مسوولینو ويلي؛ که د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له‌خوا د هېواد ځوانانو ته د مارکیت د ورځنیو اړتیاوو په پر بنسټ نصاب چمتو او تدریس شي؛ په هېواد کې به په بشپړه تو ګه د بې کارۍ ستونزه اواره شي.

Trending

Exit mobile version