لوبی

افغانستان پر لومړي ځل د کرکت اتلولۍ جام ته لار وموندله

Published

on

کریک ترکر خبر ورکړی، چې د افغانستان کرکت لوبډلې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کرکت اتلولۍ جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

افغانستان به د اتنلولۍ جام په بل پړاو کې، چې په ۲۰۲۵ ز. کال کې به د پاکستان پر کوربه‌توب ترسره شي؛ ګډون کوي.

د کرکت نړیوالې شورا د قوانینو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته به اووه غوره لوبډلې له خنډ او ځنډ پرته د اته لوبډلو سیالیو ته لار پیدا کوي. افغانستان به خامخا د سږ کال په نړیوال جام کې د اووه غوره لوبډلو په ډله کې وي.

د اتلولۍ جام سیالۍ پر پنځوس اوره لوبو پر بڼه ترسره کیږي. د ۲۰۲۵ کال پړاو به د دې سیالیو نهم پړاو وي.

Trending

Exit mobile version