لوبی

افغانستان په ازبکستان کې د فوټسال د نړیوال جام غوراوي پړاو ته لار وموندله

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته د تاجکستان پر وړاندې د پانامې له بري وروسته  ورسېده.

Published

on

Last Updated on: تله ۲, ۱۴۰۳

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته د غوره څلور درېیم مقام لرونکیو لوبډلو په توګه د غوره ۱۶ پړاو ته ورسېده.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته د تاجکستان پر وړاندې د پانامې له بري وروسته  ورسېده.

پانامې نن (یکشنبه) تاجکستان ته ۸-۳ ماتې ورکړه.

فیفا د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې ګروپي پړاو پای ته ورسېد د لوبډلې پرمختګ تائید کړ.

افغان لوبډلې په ګروپي پړاو کې یوه بریا او دوه ماتې ثبت کړې.

په حذفي پړاو کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د چارشنبې پر ورځ د سپټمبر پر پېنځه‌ویشتمه له پاراګوای سره وي. دا لوبه به د تاشکند په همو آرینا کې ترسره شي.

د ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام د فیفا فوټسال نړیوال جام لسم پړاو دی او په ټولیزه توګه ۲۴ لوبډلې د ټورنمنټ لپاره وړتیا لري.

یکشنبه د ګروپي پړاو سیالیو وروستۍ ورځ وه.

د پرتګال، مراکش، برازیل، تایلنډ، پاراګوای، هالنډ، ارجنټاین، اوکراین، اسپانیا، قزاقیستان، ایران، فرانسه، کوستاریکا، کروشیا، افغانستان او احتمالا لیبیا به د ۱۶ لوبډلو حذفي مرحلې ته لاره وکړه.

له ایران او کوربه ازبکستان سره د افغانستان او تاجکستان وړتیا په دې معنا ده، چې د لومړي ځل لپاره د منځنۍ آسیا څلور هېوادونو نړیوال جام ته لار پیدا کړه.

حذفي پړاو د سې شنبې پر ورځ د سپټمبر پر څلیریشتمه پیل کیږي. کله، چې برازیل د بخارا په یونیورسال لوبغالي کې د مازیګر پر ۵:۲۰ له کوسټاریکا سره مخامخ کیږي.

دا لوبه به په همدې ورځ د شپې اته بجې د نډرلینډ او اوکراین پر سیالۍ پیلیږي. دا لوبه به د تاشکند په هومو آیرینا لوبغالي کې ترسره شي.

په ټول افغانستان کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي د سیالیو د دې پړاو د لیدو لپاره آریانا ټلویزیون وګوري، چې د ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام لوبې پر رسمي او قانوني بڼه خپروي.

Trending

Exit mobile version