لوبی
افغانستان په اسیا والیبال اتلولۍ سیالیو کې له هنده ۳-۱ ماته وخوړله
د هند والیبال لوبډلې د دوشنبې پر ورځ د ایران په ارمیا ښار کې د ۲۰۲۳ ز.کال د اسیا اتلولۍ په دوهیمه لوبه کې افغانستان ته ۳-۱ (۲۵-۱۵، ۲۵-۲۳، ۲۳-۲۵، ۲۵ – ۲۵ ، ۱۹ ـ ۲۵ ) ماتې ورکړه.
له دې مخکې د یکشنبې پر ورځ قطر افغانستان ته ۳-۰ ماته ورکړه.
له دې بریا سره هند د دوهیم مقام لرونکې لوبډله شوه او د اسیا ولیبال جام اتلولۍ سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان پر وړاندې دا بریا په داسې حال کې د هند پر برخه شوې، چې له قطره یې ۰ ـ ۳ ماته خوړلې ده.
د ۲۰۲۳ ز. کال په دې سیالیو کې ټولټال ۱۷هېوادونه سیالي کوي.