د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اندېښنه څرګنده کړې: سره له دې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون یو له زیانمنونکو هېوادونو څخه دی؛ خو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته ونهبلل شو، چې ټاکل شوې دوشنبه په برازیل کې پیل شي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دې ادارې نړیوال اقلیمي بدلون کنفرانس ته په نغوته کې ویلي، چې افغانستان له نړیوالو اړوند صندوقونو مالي او تخنیکي مرسته نده ترلاسه کړې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د افغانستان مشروع حقونه وپېژني او د افغان پلاوي لپاره په داسې غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
په اعلامیه کې راغلي: “دې کنفرانس او نورو غونډو ته د افغان پلاوي نهبلل دا ثابتوي، چې ملګري ملتونه د اقلیم بدلون په اړه د افغانانو د حقونو په ډاډمنولو کې نړیوال عدالت نه مراعتوي. د افغانستان خلک حق لري، چې پخپل ګډون له خپلو اړوند حقونو دفاع وکړي.”
د یادونې ده، چې افغانستان تېر کال په آذربایجان کې د اقلیمي بدلون په سرمشریزه کې ګډون کړی و.